په بغداد کی په دوو جوماتونو کی چاودنی شوی
نن دعراق په پلازمینه بغداد کی د سونیانو په دوو جوماتونو کی چاودنی وشوی.
نن د بغداد په جنوبی سیمه کی په دوو جوماتونو کی چاودنی شوی دی. د ځایی پولیسو او د ډاکټرانو په حواله په خبرونو کی ویل کیږی، چی د یادو چاودنو په پایله کی لاتر اوسه دری تنه زیانمن شوی کسان روغتون ته لیږدول شوی دی. د ځینو رسنیو په حواله ویل کیږی، چی دغه چاودنی د سونی مذهبه مسلمانانو په دوو جوماتونو کی چی د بغداد په جنوب کی موقعیت لری، رامنځ ته شوی دی.