هلمند كې د افغان پوځ عمليات، ۱۰ طالبان مړه، ۴۱ نور ټپيان د هلمند په مارجي ولسوالۍ کې د ملي اوردو د عملیاتو پر مهال ۱۰وسله وال طالبان مړه او۴۱ تنه نور ټپیا95EA452E-73A4-448D-A50C-9A6E40B43E63_mw1024_s_nن شوي دي.

د هلمند له ۲۱۵میوند قول اردو څخه نن کلید ته په یوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د مارجې په يو شمېر سيمو كې د ملي پوځ د عملياتو پر مهال۱۰تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ۴۱ نور ټپيان دي.

سرچينې همدا راز ويلي، په دې عملياتو كې ۲۰ كړۍ بېلا بېل ماينونه كشف او خنثى شوي دي، ګڼې سپكې درنې وسلې او يو عراده سراچه موټر هم په كې د افغان ځواكونو لاسته ورغلي دي.

د خبرپاڼې له مخې، افغان ځواكونو د همدې ولايت په واشېر ولسوالۍ تلخك سيمه كې هم ۲۰۰ بورۍ امونيم نايتريت چاودېدونكي توكي نيولي چې د ماينونو په جوړولو كې ترې ګټه اخستل كېده.

خو وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *