د بلخ امنیتي چارواکي وایي، په دې برید کې هندي دپلوماتانو او په سیمه کې مېشتو امنیتي سرتېرو ته زیان نه دی اوښتی.

تېر ما140523072939_attack_on_indian_consulate_in_herat_976x549_bbcښام (ډسمبر ۳مه) نامعلومه وسله والو کسانو د افغانستان شمالي ولايت بلخ مرکز مزار شريف ښار کې د هند پر کونسلګرۍ بريد وکړ. دوی کونسلګرۍ ته څېرمه یوې ودانۍ ته ننوتي او له هغه ځایه ډزې کوي.

جګړه ټوله شپه روانه وه او نن سهار د ملي اردو کومانډو ځواکونو له ورتګ سره نوره هم توده شوه.

عنایت شهیر چې اوس د جګړې په سیمه کې دی وایي، د وسله والو د ځپلو لپاره نن سهار کومانډو ځواکونو عملیات پیل کړل.

هغه وویل، دغه ځواکونه اوس هغې ودانۍ ته ننوتي چې وسله والو ترې ډزې کولې.

د ځانګړو ځواکونو یوه قومندان محمد شفا سعادت بي بي سي ته وویل، دوی ته راپور ورکړل شوی چې د بریدګرو شمېر له ۱۰ تر ۱۵ دی.

د بلخ امنیه قوماندانۍ د امنیت آمر هم بي بي سي ته ویلي چې د هغوی د اطلاعاتو له مخې په دې برید کې هندي دپلوماتانو او په سیمه کې مېشتو امنیتي سرتېرو ته زیان نه دی اوښتی.

افغانستان کې ځېنې سیمه ییزې رسنۍ وايي دوه بريدګر وژل شوی، خو رسمي سرچينو تر اوسه دغه خبر نه دي تاييد کړی.

تراوسه حکومتي چارواکو د تلفاتو د کره شمېر په اړه څه نه دي ویلي، خو دا یې تایید کړې چې د جګړې له پیله تراوسه درې ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

دوه تنه یې هغه مهال ټپیان شول چې د بریدګرو لخوا توغول شوی راکټ په سیمه کې د واده پر یوه تالار ولګېده او یو بل یې د امنیتي ځواکونو او بریدګرو ترمنځ د ډزو په تبادله کې ټپي شوي.

د افغانستان شمالي ولايت بلخ ځايي چارواکي وايي نامعلومو وسله والو کسانو، يکشنبې ماښام مهال مزار شريف کې د هند پر کونسلګرۍ بريد کړی دی.

ويل کېږي بريد کوونکي په درنو وسله او راکټونو سمبال دي.

د بلخ ولايت يوه امنیتي چارواکي عبدالرزاق قادري په دغه ولايت کې د بي بي سي خبريال ته ويلي، چې درې يا څلورو وسله وال کسان د هند له کونسلګرۍ سره نژدې يوې وداني ته ننوتلي او له هغه ځای د کونسلګرۍ پر لوري بريدونه کوي.

ځينې افغان رسنۍ بيا وايي دوه بريدګر وژل شوی، خو رسمي سرچينو تر اوسه دغه خبر نه دي تاييد کړی. تېرو کلونو کې هم په کابل کې د هند پر سفارت او يو شمېر نورو ولايتونو کې د دې هېواد پر کونسلګريو بريدونه شوي وو.

د هند د بهرنيو چارو وزارت ويلي تراوسه لا نه ده روښانه، چې په دغه پېښه کې د کونسلګرۍ کارکوونکو ځاني زيان اوښتی که څنګه.

تراوسه هېڅ کومې ډلې د دغې پيښې پړه پر غاړه نه ده اخيستې.

د هند پر کونسلګرۍ بريد کابل ته د نوموړي هېواد د لومړي وزير نريندرا مودي له سفر يوه اوونۍ وروسته کېږي.

ښاغلي مودي د ولسي جرګې د نوې ودانۍ د پرانيستو غونډه کې چې د هند په مالي مرسته جوړه شوې کابل ته تللی و.

تېرو څو کلونو کې هم کابل کې د هند پر سفارت او يو شمېر ولايتونو کې د دې هېواد پر کونسلګريو بريدونه شوي وو.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *