ایران کې د افغان کډوالو سره تړلي موضوعات به هم د دواړو هېوادونو د چارواکو ترمنځ د خبرو نورې برخې وي. ایران کې له دوو میلیونو ډېر افغان کډوال اوسېږي.

د افغانستان د حکومت اجراییه رییس عبدالله عبدالله د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو د پیاوړي کولو لپاره ګاونډي هېواد ایران ته تللی دی.

د ښاغلي160104110907_abdullah_iran_640x360_bbc_nocredit عبدالله ویاند مجیب الرحمن رحیمي وویل، عبدالله به په دې سفر کې د ایران له مذهبي مشر آیت الله علی خامنه ای، ولسمشر حسن روحاني او څو نورو ایراني چارواکو سره وګوري.

ښاغلي رحیمي زیاته کړه، ددې سفر موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ له ترهګرۍ او نشه یي توکو سره د مبارزې او د اقتصادي، سوداګریزو او فرهنګي اړیکو په برخه کې د همکاریو پراختیا ده.

ایران کې د افغان کډوالو سره تړلي موضوعات به هم د دواړو هېوادونو د چارواکو ترمنځ د خبرو نورې برخې وي. ایران کې له دوو میلیونو ډېر افغان کډوال اوسېږي.

ایران ته د ښاغلي عبدالله د سفر مهمه برخه د ایران سوېل چابهار بند ته تګ بلل شوی دی، چېرته چې ویل کېږي د افغانستان او منځني آسیا د صادراتي او وارداتي توکو د لېږد رالېږد لپاره د هندوستان لخوا لوی بندر جوړېږي.

کارپوهان باور لري چې ددې بندر جوړېدل کولی شي افغانستان، هند او د منځني آسیا هېوادونه د پاکستان د کراچۍ بندر له اړتیا خلاص کړي.

کارپوهان باور لري چې ددې بندر جوړېدل کولی شي افغانستان، هند او د منځني آسیا هېوادونه د پاکستان د کراچۍ بندر له اړتیا خلاص کړي.

چابهار د هند به مرسته جوړېږي. دغه هېواد او افغانستان ددې بندر د جوړولو لپاره ټینګه ژمنه کړې، ځکه چې دا به د کراچۍ بندر له اړخه د پاکستان سیاسي فشارونه رفع کړي.

افغانستان د ۱۳۵۰ لسیزې راهیسي هڅه کوي د کراچۍ پرځای د ایران د چابهار بندر نه ګټه واخلي، خو په ایران کې د اسلامي انقلاب او به افغانستان کې د ۱۳۵۷ کال د غویي (ثور) کودتا دا پروګرام وځنډوه.

د افغانستان له اجراییه رییس سره په دې سفر کې د هغه لومړی مرستیال محمد محقق، د ولسمشر د ملي امنیت مشاور محمد حنیف اتمر، د کډوالو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي، د سوداګرۍ وزیر همایون رسا، د کار او ټولنیزو چارو وزیره نسرین ارویاخیله، د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر عبدالباري جهاني او د ترانسپورت وزیر محمد الله بتاش ملګري دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *