په لغمان كې د افغان پوځ لخوا چاڼيز عمليات پيل شول
د لغمان په الیشنګ ولسوالۍ کې ګډو افغان امنیتي ځواکونو د (فولاد ۲۸) په نوم چاڼيز عملیات پیل کړل.
په ختیځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو د عامه اړیکو له دفتره کلید ته په راستول شوې، خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه عملیات نن سهار د ملي اردو له لورې د ملي پولیسو، ملې امنیت او عامه نظم پولیسو په همکارۍ پيل کړي دي.
خبرپاڼه کې د یادو عملیاتو موخه په سیمه کې د ډاډمن امنیت رامنځته کول او له سیمې د دولت ضد وسله والو له منځه وړل په ګوته شوې ده.