چارواکي وايي چې د ننګرهار په اچين ولسوالۍ کې د ملي دفاع وزارت له خوا په ترسره شوو هوايي بريدونو کې د داعش ٢٣ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د اچين ولسوال حاجي غالب مجاهد وويل چې پرون د ورځې په اوږدو کې د داعش پر بېلابېلو مورچو دوه ځلې هوايي بريدونه شوي دي0,,18438490_303,00.

هغه زياته کړه چې د ملي دفاع وزارت چورلکو د ولسوالۍ د تختو په سيمه کې لومړى له غرمې مخکې ١١ بجې او بيا وروسته درې بجې بمبار کړى دى.

ولسوال وايي چې په دې بريدونو کې د داعش يو مرکز په نښه شوى چې په ترڅ کې يې د هغوى د وسلو او مهماتو يوه زېرمه هم له منځه تللې ده.

حاجي غالب وويل چې په دغو هوايي بريدونو کې د داعش ٢٣ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د حکومتي سرچينو د معلوماتو په حواله، په تېره يوه اوونۍ کې په ننګرهار ولايت کې د داعش تر ٢٠٠ زيات وسله وال وژل شوي، خو يادې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

بلخوا په ختيځ کې د سېلاب قول اردو وايي چې د کونړ په شيګل ولسوالۍ کې يې د عملياتو پر مهال ٦ وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې او دوه يې ژوندي نيولي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *