ملي امنيت په هلمند كې د طالبانو ماين جوړونې كار خونه كشف كړې
ملي امنيت په هلمند كې د طالبانو ماين جوړونې كار خونه كشف كړې د ملي امنيت لوى رياست موظفينو د هلمند ولايت د ګرمسېر ولسوالۍ په وزير آباد کلي کې د وسله والو طالبانو د ماينونو جوړولو يوه کارخونه کشف كړې ده.
د ملي امنيت لوى رياست مطبوعاتي دفتر څخه نن په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې موظفينو يې د ملي اردو ځواکونو سره د ګډو عملياتو په ترڅ کې له يادې کارخونې ۳۳ کړۍ واټ ته څېرمه ماينونه، د ټانک دولس مرمۍ، د ماينونو ۳۹ عدده کانچې، د هاوان ۱۳ مرمۍ او ګڼ شمېر نور چاودېدونکي توکي ترلاسه کړي دي.
د سرچينې په وينا، ترهګرو په دغه کارخونه کې واټ ته څېرمه ماينونه، ځانمرګي واسکټونه او بوشکه يي ماينونه جوړول.
سرچينه وايي، د دغو چاودېدونکو توکو په نيولو سره د دښمن د ګڼو ترهګريزو کړنو مخه ونيول شوه.