آل سعود دوه زره شپاړسم کال هم په غیر اخلاقي او د بشر حقونو پر وړاندې په کړنو سره پیل کړ، ددې کال په لومړیو کې چې ډيری هیوادونه په رخصتی تللي وي د انساني شان څخه لرې کارونه یي تر سره کړي دي. د دوه زره پنځه لسم کال په وروستیو کې سعودي عربستان په یمن کې اوربند اعلان کړ او دا هیواد څه ناڅه له آرامښته برخمن شو. که څه هم په دې کال کې عربستان یو سل درې پنڅوس اعدامونه درلودل او په زرګونه یمنیان یې له خاورو سره خا00_53faee03bffb5ورې کړل. خو هغه څخه چې روښانه دي د نوې کال په پیل سره مالومیږي. د سعودي عربستان حالت د بدلون په حال کې دی او ددې هیواود د شنل کیدو او د سقوط لاملونه په لارو دي.

د روان زیږیزکال په لومړیو کې ( چې تر اوسه له دې کال څخه د ګوتو په شمار ورځې تیریدي) آل سعود له ټولو بشري حقونو او د نړیوالو قوانینو څخه په سرغړونې سره ځینې کارونه تر سره کړي دي چې له دې څخه په بیرحمی سره د شیخ نمر اعدام ته نغوته کولی شو. د هغه کس اعدام ته چې د عربي پسرلي پر مهال یې د خپلواکۍ غږ پورته کړ. له دې سره آل سعودي د ډیریو کسانو په اعدام سره په یمن کې اوربند هم پای ته ورساوهږ

جرم شیخ باقر النمر د عدالت او انصاف غوښتونکی وو! ده نه توره له پوښه را ویسته او نه یې هم وسلې ته لاس کړ خو بیا هم دی په دار وځړول شو!

ده د خپلو پلویانو لپاره د عدلت غوښتنې په موخه غږ پورته کړ او خلک یې د انصاف تر لاسه کولو ته را وبلل خو آل سعودي ولي دده پر وړاندې خیانت تر سره کړ او دی یې په کوم تور او جرم په دار وځړاوه؟”

قساودت ددې کورنۍ د ناپوهۍ او جهل له مخې ګام پورته کول دي چې دډې هیواد چارواکيو تل د ځان د ساتنې په موخه خپل هغه هیوادوال وژلي کوم چې د عدالت او انصاف غږ پورته کوي. دې کړنو چې په سعودي عربستان کې یو شمیر کسان د ال سعود له کورنۍ څخه د خپل حق غوښتلو لپآره اعدام شوي، ډيری غبرګونونه را پارولي دي.

په کابل کې د د خاتم النبیین علمیه حوزې هم د سعودي عربستان له لوري د شیخ باقر النمر اعدامول غندلي دي.

په دې اعلامیه کې راغلي: دې پیژندل شوي روحاني د ژبې په وسلې سره، د هغه کسانو غږ پورته کړ کوم چې پر دوی چارې تپل شوې او په ډيریو برخو کې دوی محروم شوي دي او نومه وړې د همدي لپاره اعدام شو، دی په داسې یوه محکمه کې په اعدام محکومو شو چې ده په خپله پکې شتون نه درلود او ده ته له ځانه د دفاع حق ورنکړل شو.

د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مشرې (فدریکا موګریني) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي: د شیخ نمر باقر النمر اعدامولو د وینا خپلواکی په برخه کې خنډونه او اندیښنې رامنځ ته کړي دي.

اروپایي ټولنې د عربستان له لوري د شیخ نمر پر اعدامولو نیوکه کړې ده

میرمن موګریني اندیښنه څرګنده کړې چې د اعدام دا پیښه به په سیمه کې د شخړو او تاوتریخوالي د رامنځ ته کیدو لامل شي. له دې سره اروپایي ټولنې په ډله ایزه توګه له هر ډول او په هره موخه چې وي له اعدامونو سره مخالفت څرګند کړی او د سعودي عربستان له حکومت څخه غوښتي ترڅو د خپلو هیوادوالو حقونو ته درنښت ولري. د بشر حقونو بنسټونو هم د شیخ نمر پر اعدام د نیوکې ترڅنګ ویلي: پر ده لګول شوي تورنه ریښتینې ندي.

دې ادارې ویلي: د تور په لګیدو سربیره هر جرم په ډله ایزه توګه د بندیانو اعدامول د عربستان له بشری حقونو سرغړونه چې له دې مخکې هم ډير ځلې داغداره وو زیان رسوي.

د بشر حقونو بنسټ د سعودي عربستان په ختیځه سمیه کې د آرامښت یواځينۍ لاره په دې سیمه کې له تبیض پرته کړنې دي نه اعدامول.

د لبنان حزب الله ډلې هم د یوې وینا پاڼې په خپرولوسر، د آیت الله النمر اعدامول غندلي دي او ټینګاریې کړی چې نومه وړی د هغه کسانو د وینې د حق غوښتونکی دی کوم چې په دې سیمه کې تویي شوي دي نو له دې مخې آل سعود دده ژوند ته د پای ټکی کیښود.

د سوریې مفتي اعظم هم د نمر اعدامولو غندلي او د عربستان دا کار یې یو جنایت ښودلی دی.

د فلسطیني خپلکو د ولسي جبهې عمومي قومندان احمد جبرییل، د آیت الله المنر چې په سعودي عربستاان کې د شیعه ګانو مشر وو اعدامول، غندلي ویلي یې دي ریاض په ډې هیواد کې د شخړو د ډيرښت په هڅه کې دی.

د انګلستان ګارډین ورځپانې د «شیخ نمر؛‌ د شیعه ګانو هغه مشر چې د سعودي عربستان رژیم پر وړاندې خنډ وو»، تر نامه لاندې په ریپوټ کې لیکلي چې نمر په روښانه ډول د لاریونونو نیکوو او دموکراسۍ غوښتونکی وو.

دایران اسلامي شورا مجلس ریس هم د شیخ نمرو د شهادت په ویاړ ویلي: له شک پرته چې دسعودي عربستان له لوري د شیخ نمر اعدامول به د نړۍ په هره برخه کې د مسلمانانو د خواشینی لامل ګرځیدلي وي او آل سعود باید په دې پوه شي چې په دې سره یې د ځان لپاره یو لوی ګرداب جوړ کړی دی.

د شیخ نمر فعالیتونه د سیاسي ټولنیزو او اوسیدنې د حقونو تر لاسه کولو په موخه وود هغه کسانو او ډلو د حقونو چې په سعودي عربستان کی شتون لري.

د بشر او ښځو حقونه، په سعودي عربستان کې د مذهبي لږکیو د غوښتنو تر لاسه کول د شیخ نمر له نورو غوښتنو څخه شمیرل کیدل. «په عربستان کی شیخ نمر یواځی نه دی بلکه هغه دآل سعود مخالف رژیم ویاند دی چی په آخره لسیزه کی یی دخپل دحقوقو دلاسته راوړلو لپاره یی ډیری هڅی کړی دی

شیخ نمر اوددی دده پلویانو تل به مدنی فعالیتونو سره په مخالفتونو لاس پوری کړی دی اوهیځ کله په مدنی فعالیتونو کی یی له تاوتریخوالی څخه یی کار یی نه دی اخیستی

له بلی خوا ویل کیږی دعربستان جکړه په یمن کی شروع کیدل چی ډیری یی پر ملکی کسانویی بریدونه ترسره کول او دریاض دولت خپلو ښاریانوته یی انترنیت کم کړی او آزادی بیان هم اعلان کړی چی هر څوک چی ددی دولت پر سیاست نوکه او یا ددی بر ضد مطلب ولیکی قانونی چلند به ورسره وشی

دا په داسی حال کی ده چی دوی خپلی ښځی ټولنی کی په وادونوکی اجازه نه ورکوی او په خپله دوی په خپله   بیلابیل ډوله عیاشی بوخت دی چی دا په خپله د ښځو حقوقو شکارندوی کوی

په همدی توګه ټول پوهیږی آل سعود رژیم دتیتوالی او کم والی په حال کی ده او وروستی پریکړی ددی کورنی یو مثال را ژوندی کړ چی وایی «ځوک چی وزر وباسی دهغی مرګ یی نیژدی دی ».

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *