د ایران مذهبي مشر ایت الله خامنه یي وايي، د وتلي شیعه عالم اعدامولو له کبله به سعودي عربستان له ‘ الهی غچ اخیستنې’ سره مخامخ شي150624144030_ayatullah_640x360_bbc_nocredit.

ایت الله خامنه يي د شیخ نمر النمر په اړه وايي، ‘هغه شهید دی، چې سوله ییز و’

له دې مخکې د سعودي عربستان له لوري د دغه هېواد وتلي شیعه ملا شیخ نمر النمر ته د اعدام سزا له ورکول کېدو وروسته په سیمه کې د شیعه ګانو له لوري احتجاج شوی او تهران کې مظاهره کونکو پر سعودي سفارت یرغل کړی.

مظاهره کونکو هڅه کوله ودانۍ ته اور ورته کړي، خو پولیسو په شا وتمبول.

بل لور ته د امریکا متحدو ایالتونو د شیخ النمر اعدامولو له کبله اندېښنه ښوولې او ویلي یې دي، چې دې سره کېدای شي منځني ختیځ کې فرقه ییزه دښمني لا ډېره شي.

متحدو ایالتونو د سیمې له هېوادونو غوښتي، چې د تاوتریخوالي له منځه وړلو لپاره خپلې هڅې دوه برابره کړي.

د شنبې په شپه ناوخته مظاهره کونکو تهران کې د سعودي عربستان سفارت ته د اور ورته کولو هڅه وکړه او هلته شته ځینې توکي یې وران ویجاړ کړل.

عیني شاهدان وايي د رضاکارو ډله یې ولیده، چې سفارت ته یې لاسي بمونه وغورځول. د سعودي عربستان حکومت په دولتي کچه د ایران د سخت غبرګون له کبله په لیکلې بڼه احتجاج کړی.

ایران په خپل غبرګون کې ویلي و، چې د سعودي عربستان سني حکومت به شیخ نمر ته د اعدام سزا ورکولو ګرانه بیه پرې کړي.

د سعودي عربستان بهرنیو چارو وزیر وايي د ایران پارونکو څرګندونو له کبله د دغه هېواد د سفیر احضار شوی او په سختو ټکو ورته لیکلی احتجاج وړاندې شوی دی.

له دې مخکې د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت ویلي و، چې د شیعه عالم دین شیخ نمر په ګډون ۴۷ کسان د اعدام په سزا محکوم شوي دي.

د چارواکو په وینا دغه کسانو په ترهګریزو فعالیتونو کې لاس درلود.

اکتوبر کې نوموړي ته د اعدام سزا اورول تایید شول. د نوموړي د ورور په خبره په نمر النمر هېواد کې د ( بهرنۍ لاسوهنې ) غوښتو، د واکمنو له امر نه د ( سر غړونې ) او د امنیتي ځواکونو خلاف د وسلې پورته کولو تورونه لګیدلي وو. د اي پي خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي، چې د سعودي عربستان مفتی اعظم شیخ عبدالعزیز الشیخ دغه شیعه ملا ته د ورکړل شوې سزا دفاع کړې او وايي چې ( دا پر زندانیانو رحم کول دي، ځکه دوی به له دې وروسته د ګناه کولو نور فرصت و نه مومي. د ایراني خبري اژانس په رپوټوڼو کې ویل شوي، چې د ایران پاسداران انقلاب هم د دغې چارې سخت غچ اخیستو خبره کړې.

د ایران روحاني مشر ایت الله خامنه یي وړاندیز کړی، چې د سعودي عربستان دغه اقدام باید د اسلامي دولت نومي ډلې له کړنو سره پرتله شي.

۴۷ کسانو ته د هېواد بېلو برخو کې د اعدام سزا ورکړله شوې ده. دغو کسانو کې یو د کاناډا اوسېدونکی او یو مصری سړی شامل دي او نور ټول د سعودي عربستان اتباع دي.

رپوټونو کې ویل شوي، چې په دغو کسانو کې سنیان هم شامل دي، چې د ترهګریزو کړنو په تور د اعدام سزا ورکړله شوې ده.

د بحرین په ګډون سیمه کې د شیخ نمر د اعدامولو خلاف احتجاجونه شوي

معلومه شوې، چې ۲۰۰۴ کال کې یې د عکاس سیمون کمبرز په وژنه کې لاس درلودونکی کس په اعدام محکوم شوی دی.

د عرب پسرلي پر مهال ۲۰۱۱ کال کې د تیلو زېرمې درلودونکو ختیځو سیمو کې مظاهرې شوې وې.

د شیخ نمر پلویان وايي، نوموړي یوازې د سوله ییزو مظاهرو ملاتړ کړی و او د حکومت خلاف له تاوتریخوالي ډکو مظاهرو کې یې لاس نه درلود.

سعودي چارواکي د دغه هېواد له شیعه اوسېدونکو سره تعصب کول ردوي او پر ایران تور پورې کوي، چې ګواکې بې کرارۍ ته لمن وهي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *