د سعودي عربستان د حکومت له لوري د پیژندل شوي عالم شی12460038_1005412336186553_1877613685_nخ باقر النمر د اعدامولو په هکله د خاتم النبیین(ص) علمیه حوزې بیانیه

په کابل کې د خاتم النبیین(ص) علمیه حوزې د سعودي عربستان د حکومت له لوري د پیژندل شوي عالم (شیخ باقر النمر) اعدامول غندلي دي.

ددې وینا پاڼې بشپړ متن په لاندې ډول دی:

«بسم الله الرحمن الرحيم

مِنَ الْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عَاهَدُوا اللَّهَ عَلَيْهِ فَمِنْهُم مَّن قَضَى نَحْبَهُ وَ مِنْهُم مَّن يَنتَظِرُ وَ مَا بَدَّلُوا تَبْدِيلًا (د احزاب سوره ؛۲۳ آیه).

د سعودي عربستان د حکومت له لوري د دیني عالم او مبارز( شیخ باقر نمر) اعدامول له تمې پرته او د اندیښنې وړ دي. دې پیژندل شوي روحاني د ژبې په وسلې سره، د عربستان پر خلکو تپل شوې چارې او پر محرومیتونو نیوکې کولې چې له دې امله د عربستان د حکوتم له لوري اعدام شو. د بشر حقونو د بنسټونو په وینا: دی په داسې یوه محکمه کې اعدام شو، چې ده په خپله پکې شتون نه درلود او ده ته له ځانه د دفاع حق هم ندی ورکړل شوی. شیخ نمرپه داسې حال کې اعدام شو، چې اسلامي ټولنه د اسلام دښمنه چلوټو پر وړاندې یوالي او ورور ګلوی ته اړتیا لري. د خاتم النبیین علمیه حوزه ددې پیژندل شوي او مخکښ روحانی اعدامول غندي او د سعودي عربستان له لوري د   اوربند ماتول او پر یمنیانو بریدونه په کلکو ټکو غندي.

د خاتم النبیین ص علمیه حوزه د اسلامي اخوت د ټینګار ترڅنګ، د حجاز له دولت څخه غواړي ترڅو داسې ګامونه چې، د مسلمانانو ترمنځ واټن او بیلوالی رامنځ ته کوي، پورته نکړي. سعودي عربستان دولت باید، پر یمنیانو بریدونه او د مسلمانانو ترمنځ د واټن له رامنځ ته کولو ډډه وکړي.

(د خاتم البیین علمیه حوزه).»

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *