وړاندې هم يمن کې د دواړو ښکېلو غاړو تر منځ اوربند اعلان شوی، خو کوم ځانګړی پرمختګ يې نه درلود

د سعودي عربستان په مشرۍ ايتلاف، چې يمن کې د حوثي ياغيانو پر وړاندې جګړه کوي وايي، نن له شنبې (۲ جنورۍ) د دواړو غاړو تر منځ140927075930__77856550_023820842 اور بند ماتېږي.

د نوموړي ايتلاف په خبرپاڼه کې چې د سعودي دولتي رسنۍ خپور کړې راغلي، د دغه اوربند تړون چې تېره مياشت، جګړه کې د ښکېلو دواړو غاړو تر منځ شوی و، تراوسه څو ځله د حوثيانو له خوا تر پښو لاندې شوی.

اوربند د سولې خبرو لپاره پيل شوی و، خو ويل کېږي څو ځله ترې دواړو غاړو سرغړونه کړې وه.

د سعودي د خبرپاڼې له مخې د “عربستان له پولې سره نژدې پر پوستو د بريدونو او راکټ حملو له امله نن دغه اوربند پای ته رسېږي.”

د ملګرو ملتونو په وينا د ايتلافي ځواکونو او حوثي ياغيانو تر منځ شخړو کې د تېر کال مارچ مياشتې راهيسې نژدې ۶ زره کسان وژل شوي دي.

حوثي ياغيان چې د ايران ملاتړ ورسره دی، د يمن يو شمېر سيمې تر ولکې لاندې لري.

تېر کال مارچ مياشت کې د سعودي عربستان په مشرۍ يو پوځي ايتلاف جوړ شوی و، چې مقصد يې د يمن ولسمشر عبدربه منصور هادي بېرته واک ته رسول او د حوثي ياغيانو په شاتک و.

وړاندې هم يمن کې د دواړو ښکېلو غاړو تر منځ اوربند اعلان شوی، خو کوم ځانګړی پرمختګ يې نه درلود.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *