د رمادي ښار څنډو کې لا هم پر حکومتي ځواکونو بریدونه کېږي
دغه ښار له تېرې مې میاشتې راهیسې د اسلامي دولت نومي ډلې ولکې کې و.
د عراق رمادي ښار کې، چې یوه اونۍ مخکې یې کنترول حکومتي ځواکونو تر لاسه کړ، لا هم د ښار په څنډو کې د ‘ اسلامي دولت ‘ نومي ډلې اړوند وسله وال پر حکومتي ځواکونو غلچکي بریدونه کوي.
د امریکا په مشرۍ د اییتلافي ځواکونو ویاند ډګروال سټېو وارین اي ایف پي خبري اژانس ته ویلي، چې ډېری دغه بریدونه د ښار له مرکزه بهر په شمالي او ختیځو څنډو کې کېږي.
د نوموړي په وینا تر اوسه پورې حکومتي ځواکونه توانیدلي، په بریالیتوب سره د هر برید ځواب ورکړي.
د جمعې په ورځ د یادې ډلې وسله والو ښار ته نژدې پر یوه پوځي مرکز برید وکړ. یوه اونۍ مخکې عراقي ځواکونو وویل، چې ‘ رمادي یې ازاد ‘ کړی دی.
دغه ښار له تېرې مې میاشتې راهیسې د’ اسلامي دولت ‘ نومي ډلې ولکې کې و.
د ډګروال وارین په خبره تر اوسه یې د داعش ډلې دومره پیاوړی جګړیزو ځواک نه دی تر سترګو شوی، چې په عراق کې مورچلونه بدل کړي.
تهوماس فېسې چې دا وروستیو کې له رمادي ستون شوی وايي، ‘ په ښار کې سخته جګړه روانه ده او حکومتي ځواکونو ته د سر زیانونه هم اوښتي.’
د اونۍ په پای کې حکومتي ځواکونو د سني ملېشو په مرسته له ملکي خلکو سره خوندي ځایونو ته لېږد کې مرسته وکړه
هغه وايي، ‘د ښار ډېری برخو کې د عراق ملي بیرغ رپيږي، خو د جګړې په لومړۍ کرښه کې موږ د داعش تور بیرغ هم داسې حال کې ولید، چې ښايي په سخته به له عراقیانو ۱۰۰ متره لرې و.’ د یوه پوځي ویاند په خبره د جمعې په ورځ پر پوځي مرکز برید هغو ځانمرګي بریدګرو کړی و، چې له باروتو ډکو ګاډو کې ناست وو او ځانمګري واسکټونه یې اغوستي وو.
پوځ د امریکا په مشرۍ د اییتلافي ځواک په ملاتړ ځوابي بریدونه کړي.
حکومتي کنترول ته د رمادي ښار له ورتلو وروسته دا تر ټولو لوی برید بلل کېږي، چې اسلامي دولت نومي ډله یې کوي.
د بي بي سي سباستین عشیر، چې د منځني ختیځ حالت څاري وايي، دغه برید د هغو ننګونو کچه ښيي، چې د عراقي ځواکونو پر وړاندې پرتې دي، چې د ښار په څنډو کې د ‘ اسلامي دولت ‘ ډلې له نامعلوم شمېر وسله والو سره مخامخ دي.
د اونۍ په پای کې حکومتي ځواکونو د سني ملېشو په مرسته له ملکي خلکو سره خوندي ځایونو ته لېږد کې مرسته وکړه.
زموږ خبریال وايي د دوی کورونه په جګړه کې وران شوي دي او دغه کسان تر څو ورځو پورې د خپلو کورونو په کنډوالو کې ایسار پاتې وو.