چارواکي وايي دغه چورلکه د فني ستونزې له کبله غورځېدلې

د افغانستان دفاع وزارت تایید کړې، چې لوګر ولایت کې د پوځ د روزنیزه چورلکه غورځېدلې دهFA5CBAFF-BFA3-403C-A57F-47882AAAE83E_cx0_cy8_cw0_mw1024_s_n_r1.

چارواکي وايي دغه چورلکه د فني ستونزې له کبله غورځېدلې.

د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري وايي، چورلکه په لوګر کې د پوځ روزنیزې قطعې اړوند ده، چې وايي د پیلوټانو روزنې پر مهال نسکوره شوه.

د نوموړي په وینا پېښه کې درې کسان وژل شوي او یو کس ټپي شوی دی.

نوموړي پېښه کې د حکومت وسله والو مخالفانو لاس درلودل رد کړل.

د ښاغلي وزیري په خبره نسکوره شوې چورلکه ایم ای ۱۱ ډوله ده، چې روسیه کې جوړه شوې وه.

لوګر ولایت کې ځايي چارواکي وايي چورلکه په ‘ محمد اغه ‘ سیمه کې د روزنیز الوت پر مهال غورځېدلې.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *