د المان لومړۍ وزیرې انګېلا مېرکل د نوي زیږدیز کال په اړه په خپل پېغام کې له خلکو غوښتي، چې په دغه هېواد کې نږدې د ۱.۱ ميليون کډوالو سره ښه چلند وکړي او مېلمه پالنه دې نه هېروي0,,16902252_401,00.

په لومړيو وختونو کې چې کډوالو د المان په لور مخه کړه؛ نو د پنا ورکولو پر سر مېرکل وستایل شوه، خو وروسته بیا د کډوالو د زیات ورتګ له امله د کډوالو د مدیريتولو پر سر پرې سختې نیوکې وشوې.

په همدې حال کې مېرکل د نوي کال په اړه په خپل پیغام کې د کډوالۍ څخه د ملاتړ په سیاست ټینګار کړی او د «نن» ستونزه یې د سبا له پاره «فرصت» بللې ده.

د المان لومړۍ وزیرې په خپلې تلویزوني وینا کې وویل: «له هغوی کسانو چې په زړه کې رحم نه لري له هغوی نه تقلید د خاص اهمیت لرونکی دی، هغوی د المانیتوب سطحي پېژند لري او ټول د المان د وګړو په توګه نه مني.»

د ۲۰۱۵ کال په ورستیو کې مېرمن مېرکل ژمنه کړې وه، چې د کډوالو منلو لړۍ به ځنډنۍ کړي، هغې همدا ډول د اروپايي ټولنې د مشرانو سره د ختیځې اروپا له هېوادونو غوښتي وو، چې د کډوالو په موضوع کې له المان سره ملګرتيا وکړي. همدا ډول المان له ترکیې سره د کډوالو د مخنیوي په برخه کې مالي مرسته کړې وه.

المان ته زیاتره، د سوریې، عراق او افغانستان کډوال ورغلي دي او همدا ډول نږدې ۳۸۰۰ کډوال المان ته د رسېدلو په هیله د مدیترانې په سمندر کې غرق شوي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *