افغان کمانډو په هلمند کې د طالبانو زندان مات او ۵۹ تنه یې ترې ازاد کړل

دغه زندان د هلمند ولایت د نهرالسراج ولسوالۍ په سره1 (2) ګودر سیمه کې جوړ شوی و، چې د افغان امنیتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې په نښه او مات شو.

د ۲۱۵ میوند قول اردو ویاند ډګروال محمد رسول ځاځي وویل، چې دوی په دې ولایت کې د طالبانو د دغه زندان په اړه معلومات لرل، چې بلاخره یې په دغه زندان برید وکړ او له هغه نه یې ۵۹ تنه نیول شوي بې ګناه کسان ازاد کړل.

د ډګروال ځاځي پر وینا، طالبانو به نیول شوي، کسان په دغه زندان کې د ځېنو نامعلومو موخو له پاره بندیانول.

د ده پر وینا، افغان کومانډويي ځواکونو د شپنیو عملیاتو په ترڅ کې د شپې ۲ بجې د امنیتي تدابیرو په نیولو سره د هوا له لارې د دغه زندان شاوخوا ته ورښکته شول او زندان یې کلابند کړ.

د ځاځي پر خبره، په دغه نښته کې طالبانو ته مرګ ژوبله هم اوښتې، خو کره شمېره یې نه ده معلومه.

د ۲۱۶ میوند قول اردو ویاند وايي، نیول شوي کسان له څو میاشتو راهیسې د طالبانو په زندان کې پراته وو. پر وینا یې د طالبانو له بنده ازاده شوي کسان به د دوی له خوا بایومیټریک شي او وروسته به په ډاګه شي، چې دا کسان څوک دي او ولې زنداني شوي دي.

د ده په باور، په دغو زندانیانو کې ځېنې نظامي کسان هم موجود دي، چې پخوا یې د امنیتي ځواکونو په لیکو کې دندې لرلې.

تر اوسه پورې وسله والو طالبانو په دې اړه رسنیو ته څه نه دی ویلي.

په ورته وخت کې د نهرالسراج ولسوالۍ یو اوسېدونکی ګل جان وايي، سیمې ته د شپې له خوا درې چورلکې راغلې او افغان ځواکونه ترې راښکته شول.

ګل جان پر وینا، دغو کسانو د چورلکو له ښکته کېدلو سره غږونه وکړل، چې له کورنو مه راوځئ.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *