په روسيه کې په ۲۰۱۶ کال کې په فضايي او پوځي برخه کې تر ټولو زيات د انتظار وړ مهمي پيښي

په نوی کال کې هم د روسيي هوايي او فضايي ځواکونه په سوريه کې خپلو پو ځي مانورو ته دوام ورکوي.

همداراز په نوې کال کې د ختيځ نوې فضائي مرکز څخه فضايي سفېنه توغول کيږي. تر څو روسيه په مستقله توګه فضا ته لاسرسي پيداکړي. برسېره پردې په ۲۰۱۶ کال کې پوځي هوايي ځواکونه ، پوځي س451965مندري ځواکونه، او د توغنديو استراتيژيک ځواکونه، به نوي پر مختللې وسلې تر لاسه کړي. تمه کيږي په راتلونکې کال کې روسيه لومړۍ ايران ته С-۳۰۰ او وروسته چين ته ډير موخيز ښکاري الوتکې SU-35 ورکړي.

د روسيي ولسمشر د د فاع وزارت افسرانو ته په خپل کلني رپوټ کې ، چې د دسمبر په مياشت کې يي وړاندې کړ د روسيي وسله وال پوځ او دفاعي صنايعو کامپلکس ته د پوځي او د فاعي امنيت د ټينګښت په موخه پنځه ترټولو لويي دندې وسپارلي.

لومړۍ: د پوځي او سياسي وضعيت څخه ځارنه کول او د د فاع وزارت په پروګرام کې د تغييراتو درجول..

دوهم: د روسيي د و سله والو ځواکونو د تخنيکي تجهزاتو د بيا سمبالولو کارته دوام ورکول، او د پرمختللو وسلو، پوځي تخنيک او تجهزاتو پراختيا،

دريم: د استراتيژيکي هستوي ځواکونو جګړيز پو تانسيل غښتلی کول، او د فضايي — کيهانې پروګرام څخه د فاع کول.

څلورم: د اوپراتيفي او جګړه يزي چمتوالې د کچې زياتوالی. چې هغه د سرتېرو د ځای ژر بدلول، د خطرونو په ځايونو کې د ډلو جوړول ، د استراتيژيکي هستوي او د دافع هوا د دندو تنظيمول او په انې وخت کې په دې اړه تمرين کول.

د ولسمشر پنځمه دنده: د امسئله د متحدينو سره پوځي همکاري ده ، په ځانګړي توګه د ډله ايزي د فاع تړون هېوادونوسره

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *