په كابل كې د چين سفير يوجينګ وايي، هېواد يې په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټينګښت لپاره هر ډول هلو ځلو ته ژمن دى او د افغانستان دولت ته ډاډ ورکوي، چې له افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو سره به د وسلو او تجهيزاتو په برخه کې مرسته وکړي130601114749_afghan_airforce_624x351_bbc.

نوموړي دا څرګندونې د چهار شنبې په ورځ په كابل كې د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر سره د ليدنې په مهال وكړې.

د ملي امنيت شورا دفتر وايي، چې په دې ليدنه کې د سولې د خبرو د بيا پيل د ميکانيزم او همدارنګه له افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو سره د چين د وسلو د مرستې د پراخولو په اړه خبرې وشوې.

د ملي امنيت سلاکار ټينګار وکړ، چې د سولې د پروسې د ميکانيزم د جزياتو په اړه به د افغانستان له خلکو او ټولو مخورو شخصيتونو سره مشوره کېږي.

هغه زياته کړه، چې په راتلونکي پسرلي کې د جګړې د موسم لپاره افغان امنيتي او دفاعي ځواکونه د چين لخوا د وسلو مرستې ته اړتيا لري.

حنيف اتمر د سولې د خبرو په جريان کې د چين، امريكا او نورو متحدينو پر همکارۍ ټينګار وکړ.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *