سوريي پوځيانو له اردن سره گډې پولي ته نږدي د خپلو وسله والو پر وړاندې پراخ چنيز عمليات پيل کړي دي ويل شوي دا عمليات چي د روسيي له هوايي بريدونو سره مل دي په برياليتوب پر مخ روان دي   د سوريي بشر حقونو ويلي په دي عملياتو کي له دوارو خواو072725و ډيری کسان وژل شوي دي

له سوریې څخه د رارسیدلو ریپوټونو له مخې، د سوریي دولتيٍ سرتیرو دا عملیات تیره ورځ د سویلي درعا ښار د آزادولو په موخه په لاره اچولي دي. د وسله والو یوه قومندان ابو الع هوراني الجزیرې شبکې ته ویلي: دولتي سرتیرو په ځینو سیمو کې پرمختګ کړی او روسي ځواکونو د وسله والو پر لیکو درنې بمبارۍ کړې دي. د ریپوټونو له مخې پر ایتلاف اړوند وسله والو چې د القاعدې په ګدون له څلور پنڅوسو ډلو رامنځ ته شوی په دې سیمه کې چې له اردن سره ګډې پولې ته پرته ده شتون لري.

بله خووا د سوریې پوځ ویلي: دولتي سرتیرو په دې سیمه کې د القاعدې پر وړاندې په عملیاتو کې پرمختګ کړی او ددې عملیاتو موخه د شیخ مسکین ښار نیول ده د هغه سیمې چې دمشق له درعا ولایت او د اردن له پولې سره نښلوي.

د سوریې بشر حقونو څانګې چې ددې هیواد په کورنۍ جګړه څارنه لري، د دولتي سرتیرو او وسله والو ترمنځ د سختې جګړې له رامنځ ته کیدو خبر ورکړی ویلي یې دي، په دې نښته کې له دواړو خواوو ډیریو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *