امريکايي سرتيرو له افغان سوداگرو بډې تر لاسه کړې ده د حکمت الله شادمان په نامه يوه افغان سوداگر د لويو تړون ليکونو د تر لاسه کولو په موخه امريکايي سرتيرو ته د بډې ورکولو په تور تورن دي

د اسوشتید پرس خبري آژآنس د ریپوټ له مخې دا پیښې په افغانستان کې د جګړې پر مهال رامڼځ ته شوې دي او د شمالی کارولینای د فدرال په محکمه کې ثبت شوې. د خپرو شویو ریپوټونو له مخې د حکمت الله شادمان په نامه یوه افغان سوداګر د لویو تړون لیکونو د تر لاسه کولو په موخه امریکایي سرتیرو ته د بډې په ورکولو تورن دی ده په دوه زره نهم کال کې امریکا یي سرتیرو ته بډې ورکړې ده259531.

ددې تورنو په لړ کې په دوه زره دیارلسم کال کط د امریکا عدلیې وزارت په بانکونکو کې د ښاغلي شادمان درې شپیته میلیونه شتمنې بنده کړه ویل شوي چې شادمان شرکت د غیر قانوني تړون لیکونو له مخې اوه اویا میلیونه ډالره تر لاسه کړي دي.

دا څیړنه د امریکا اف بي آی یا د جنایي څیړنو د قومندانۍ له لوري تر سره شوې هغه اداره چې د افغانستان په بیا رغاونه کې فعالیت کوي. ددې څیړنې له مخې شادمان رابرت ډبلیو ګرین ته چې هغه مهال د کندهار هوایي ډګر مسول وو یو سل څلویښت زره ډالره بډې ورکړې ده ګرین څیړونکو ته ویلي: کله چې دی پوه شو چې شادمان نورو سرتیرو ته د بډې ورکولو هڅه کوي له ده څخه یې د پیسو د تر لاسه کولو غوښتنه کړې وه.

چارواکیو ویلي ګرین د درې سوه میلیونو ډالرو په ارزښت نږدې څلویښت تړون لیکونه شادمان شرکت ته ورکړې دي له دې لارې ډیویډ اي کلاین چې له ګرین څه یې رتبه لوړه وه پنځوس زره ډالره تر لاسه کړي دي

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *