د نایجریا ولسمشر محمد بوهاري اونۍ وړاندې هغه مهال، چې پوځ د بوکو حرام پروړاندې ماتې ته نژدې شوی و، وویل ددغې ډلې له منځه وړل ضروري دي.

رپوټونه وايي، نایجریا کې ځینو ښځو ځانمرګي بریدونه کړيو چې لږترلږه ۵۵ کسان پکې وژل شوي دي.

د نایجریا پوځ وايي، د اداماوا ولایت په ماداګالي ښار کې بریدونو لږترلږه ۲۵ کسان وژلي دي.

تېره شپه، هم بورنو ته څېرمه په مدیګوري ښار کې عملیات روان وو، چې لږترلږه ۳۰ کسان پکې ووژل شول او تر ۱۰۰ ډېر نور ټپیان شول.

د نایجریا دولت وايي، د تېرې شپې بریدونو کې امنیتي کسانو لږترلږه ۱۰ ځانمرګي برید کوونکي ووژل.

اټکل دی چې دغه بریدونه د ”بوکو حرام” اورپکې ډلې له خوا شوي وي.

د نایجریا ولسمشر محمد بوهاري اونۍ وړاندې هغه مهال، چې پوځ د بوکو حرام پروړاندې ماتې ته نژدې شوی و، وویل ددغې ډلې له منځه وړل ضروري دي.

ښاغلي بوهاري د روان کال په نیمايي کې واک ته ورسېد، ده ژمنه وکړه چې ”بوکو حرام” ډله به ماتوي.

ځینې څارونکي په دې اند دي چې د شپې بریدونه د بوکو حرام ډلې د هغو هڅو یوه برخه ده، چې ثابته کړي لاهم په هېواد کې د عملیاتو توان لري.

بوکو حرام ډله تر ډېره د نایجریا په شمال او ختیځ کې فعاله ده، خو دغه ډله په ګاونډي چاد، کامیرون او نیجر کې هم بریدونه کوي.

بوکو حرام ډلې ۹ میاشتې وړاندې له ”اسلامي دولت” (داعش) ډلې سره د بیعت اعلان وکړ

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *