چاودنې کې گڼ کسان ژوبل شوي، پوليس وايي بريد گر د موټرسايکل کارونې سره حمل ترسره کړه.

د خیبر پښتونخوا په مردان ښار کې په یوې چاودنې کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

دا چاودنه د151229115036_suicide_bomber_mardan_640x360_afp_nocredit دغه ښار په مرکزي سیمې دسېهره څلورلارې کې د احصايې د ملي ادارې (نادرا) دفتر ته څېرمه شوې ده.

د پاکستان دولتي تلویزون وايي، چې تر اوسه په دې چاودنې کې د ۲۲ کسانو د وژل کېدو او د ۲٨ کسانو د ژوبلېدو پخلی شوی دی.

د پولیسو په وینا، چاودنه د ماسپښین ۲:۱۰ بجو د نادرا د دفتر دروازې ته څېرمه شوې ده.

د چارواکو په خبره، لږ تر لږه ۲٠ تنه ټپیان روغتون ته لېږدول شوي او د چاودنې د څرنګوالي په اړه پلټنې روانې دي.

له پاکستاني طالبانو څخه يوې بېلې شوې ډلې جماعت الاحرار وياند احسان الله احسان د چاودنې پړه پر غاړه اخيستې ده.

له يوه نامعلوم ځای څخه نوموړي بي بي سي ته په ټيليفون ويلي “له دې امله چې دا دولتي اداره ده بريد يې پرې کړی.”

دغه چاودنه د تېرکال ډسمبر مياشتې پېښور ښوونځي بريد چې ۱۵۰ کسان په کې وژل شوي وو، وروسته تر ټولو خونړی بريد ګڼل کېږي دی.

د راپورونو له مخې دغه کس پر موټر سايکل سپور و، کله چې د امنيتي ساتونکو له خوا ودرول شول چاودنه يې وکړه.

د باچاخان روغتيايي مرکز ته لږ ترلږه ۱۶ مړي لېږدول شوي دي.

پوليس وايي که چېرې بريد کوونکی د امنيتي ساتونکو له خوا په دروازه کې نه وای درول شوی، د وژل شويو کسانو شمېر به ډېر زيات و.

د سيمه ييزو پوليس په وينا دغه بريد کې تر ۱۲ کيلوګرامه چاودېدونکي توکو څخه کار اخيستل شوی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *