په ۲۰۱۱ کال کې د سورېې کړکیچ له پیلیدو وروسته تراوسه ۲۵۰۰۰۰ تنه وژل شوي او شاوخوا ۴ میلیونه سوري وګړي د خپل هېواد پرېښودو ته اړ شويدي.

د حمص ښار د الزهرا د سیمې دغه چاودنې په روانه میلادي میاشت کې د دواړو غاړو ترمنځ له شوې هوکړې وروسته، دویمې لوی چاودنې دي چې د سورېې په یوه مهم ښار کې رامنځته کیږيB9B1D94E-2738-4B99-8A20-90784B2B96EC_w640_r1_s.

له بلې خوا، د هغې معاملې پر بنسټ چې د سپټمبر په میاشت کې د ملګرو ملتونو په منځکړتوب وشوه، له دریو ښارونو څخه د جنګیالیو د ویستلو او تخلیې بهیر پیل شویدی.

د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې چې دفتر ېې په برېټانیا کې ده ویلي ۱۰۰ تنه جنګیالي لبنان ته نږدي د جګړه مارو له یوې اډې څخه لبناني پلازمینې بیروت ته انتقال شوي او په پام کې ده چې ترکيې ته تر رسیدو وروسته په سورېې کې د جنګیالیو تر ولکې لاندې سېمو ته ولیږدول شي.

په ۲۰۱۱ کال کې د سورېې کړکیچ له پیلیدو وروسته تراوسه ۲۵۰۰۰۰ تنه وژل شوي او شاوخوا ۴ میلیونه سوري وګړي د خپل هېواد پرېښودو ته اړ شويدي.

په سورېې کې روانو جګړو د نړیوالو ځواکمنو هیوادونو پام ځان ته اړولی دی. یو شمېر ېې د بشارالاسد په مشرۍ دولت څخه ملاتړ کوي او ځينې نور بیا د سوري مخالفینو څخه ملاتړ اعلان کړیدی.

دې سره جوخت د سورېې د کړکیچ د ختمولو لپاره نړیوالې هڅې زور اخیستی دی. په دمشق کې د حکومت د راتلونکې په اړه د سلا مشورو په لړ کې، تردې مهاله د بشارالاسد د حکومت او د هغه وسله والو مخالفینو ترمنځ دوه ځلې خبرې ترسره شويدي.

ډیپلوماتانو او په خاصه توګه د امریکا د متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر، جان کری د داعش د ځپلو او سېمې کې د ثبات د ټینګښت لپاره هڅه کړې د سوريې کړکیچ په هوارولو کې مرسته وکړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *