د افغانستان پارلماني ټاکنې راتلونکي کال کې
![](https://middleeastpress.com/pashto/wp-content/uploads/sites/4/2015/12/150331120351_afghan_man_casts_his_vote_at_a_polling_station_during_elections_in_kabul__640x360_afp.jpg)
د ولسمشرۍ په تېرو ټاکنو د يو لړ درغليو ادعاوې وشوې او پرېکړه وشوه چې په ټاکنيزو کمېسيونونو کې بايد اصلاحات راوستل شي
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي حکومت د راتلونکي کال د دوبي او مني ترمنځ د پارلماني او ولسواليو شوراګانو ټاکنو لپاره چمتو دی.
د ولسمشرۍ ماڼۍ له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې ويل شوي چې د ټاکنو کره نېټه به د ټاکنو خپلواک کمېسيون اعلان کړي.
ښاغلي غني دغه څرګندونې نن (دوشنبه، ډسمبر ۲۹مه) د ټاکنيزو اصلاحاتو ځانګړي کمېسيون او د غوراوي کمېټې له غړو سره په جلا کتنو کې کړې دي.
پر همدې مهال افغان ولسمشر ويلي چې وکيلان او سناتوران به د نويو کسانو تر ټاکل کېدو پورې خپل کار ته دوام ورکړي.
له دې سره هممهاله د ټاکنيزو اصلاحاتو د ځانګړي کمېسيون کار نن پای ته ورسېد او ولسمشر غني د غوراوي کمېټې ته لارښوونه کړې چې خپل کار سر له ننه په رسمي ډول پيل کړي.
د انتخاباتو قانون له مخې د سترې محکمې رييس، د ولسي جرګې مشر، د مشرانو جرګې مشر، پر اساسي قانون د څار کمېسيون مشر او د بشري حقونو کمېسيون مشر د غوراوي کمېټې غړي دي.
د غوراوي کمېټه به د ۲۷ کسانو له ډلې چې د ټاکنيزو کمېشنرانو څوکۍ ته يې ځانونه نومولي ۹ کسان غوره کړي.
خو د دغو ۹ کسانو په اړه وروستۍ پرېکړه به پخپله ولسمشر کوي.
خو د ټاکنيزو کمېسيونونو اوسني کمېشنران د حکومت دا چاره له قانون سره په ټکر کې بولي وايي د قانون له مخې هېڅوک د دوی د لرې کېدو حق نه لري.