په نړۍ کې د روان کال په اوږدو کې ١١٠ خبريالان وژل شوي چې ٦٧ يې د ژورناليستيکو فعاليتونو په تړاو نيغ په نېغه په نښه شوي او پاتې ٤٣ نور يې هم د ځينو نا څرگندو لاملونو له مخې وژل شوي دي.

د بې پولې خبريالانو ټولنې (RSF) په خپل کلني رپو150111145216_gallery_4_egypt_976x549_afpټ کې د خبريالانو وژنه غندلې او د هغوی د خوندي ساتنې په موخه يې د يوه نړيوال ميکانيزم د رامنځته کېدو غوښتنه کړې ده. د بې پولې خبریالانو ټولنې په خپل کلني رپوټ کې د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی غندلی

د بې پولې خبريالانو په دغه کلني رپوټ کې راغلي چې د دغو خبريالانو په وژل کېدو د هغو خبريالانو شمير چې د ژورناليستيکو کارونو په تړاو له ٢٠٠٥ کال راهېىسې وژل شوي ٧٨٧ تنو ته رسيږي. په رپوټ کې د دغو وژنو عمده لامل د خبريالانو پر وړاندې تاوتريخوالی او د خوندې چاپيريال نه موجوديت په گوته شوى دی. په اروپا کې فرانسه هغه هېواد دی چې په ٢٠١٥ کال کې پکې تر ټولو زيات خبريالان وژل شوي دي. خو په نړیواله کچه تر فرانسې وړاندې هند او عراق په ترتيب سره لومړی او دویم ځاى لري چې پکې د ٢٠١٥ کال په اوږدو کې تر ټولو زيات خبريالان او د خبري رسنيو کارکوونکي وژل شوي دي.

نو د خبريالانو د هدفي وژنو ډېری عاملینو ته د سزا د نه ورکول کېدو له کبله ژوره اندېښنه څرګنده کړې.

په فرانسه کې تر ټولو زيات خبريالان د چارلي ايبدو طنزي مجلې پر دفتر بريد کې وژل شوي دي. دغه بريد د کال په لومړۍ مياشت، جنورۍ، کې تر سره شوی و. د بې پولې خبريالانو د ادارې مشر کرستوف ديلېور په خپل کلني رپوټ کې د خبريالانو د ژغورنې او خوندې پاتې کيدو په هيله د يوه نړيوال ميکانيزم د رامنځ ته کيدو سپارښتنه کړې ده.

ښاغلي ديليور ويلي نا دولتي ډلې هدفي تيري او ظلمونه کوي خو وايي زيات شمير حکومتونه يې پر وړاندې د نړيوالو قوانينو په پلي کولو کې پاتې راغلي دي . دی وايي، چې بايد د ملګرو ملتونو سرمنشي د خبريالانو د خوندي ساتنې په موخه د د دې ټولنې په چوکاټ کې يوه څانگه پرا نيزي او ورته خپل يو ځانگړى استازى پرته له څه ځنډه ور معرفي کړي. د ملګرو ملتونو سرمنشي بان کيمون د روان کال د اگست په شپږمه د خبريالانو د خوندیتوب په تړاو کلني رپوټ کې د خبريالانو د هدفي وژنو ډېری عاملینو ته د سزا د نه ورکول کېدو له کبله ژوره اندېښنه څرګنده کړې وه.

د بې پولو خبریالانو اداره له تېرو شلو کلونو راپديخوا په منظمه توگه هرکال په نړۍ کې د خبريالانو د وضعيت په تړاو کلنى رپوټ برابروي او پکې هغه ستونزې ډاګیزوي، چې خبريالان د خپلو کاري فعاليتونو له کبله ورسره مخامخېږي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *