د اسلامي دولت یا داعش ډلې پخوا هم د ننګرهار په اچین کې خلک په خپلو زندانونو کې ساتل.

د اچین ولسوال غالب مجاهد امریکا غږ ته وویل، چې د داعش ډلې دغه اته زندانونه په پېخې، عبدالخېلو، باندر، مامند، شډل او تختو سیمو کې جوړ شوي، چې له دغه ډلې سره ټول بندیان ولسي وګړي دي9678E758-2BB0-4313-A27F-08D8E5F8B17F_mw1024_s_n.

پنځه میاشتې وړاندې هم ددغه ولسوالۍ په تختو سیمه کې دوه زندانونه جوړ شوي وو، چې سلګونه کسان پکې بندیان و، خو چارواکي وايي دغه شپږ نور زندانونه تازه جوړ شوي دي.

ولسوال غالب وايي، چې د اچین ګڼې سیمې لا هم د داعش په ولکه کې دي او د ګډو ځواکونو لخوا په دغه ولسوالۍ کې تر سره شوي عملیات بریالي نه وو، ځکه نیول شوې سیمې ونه ساتل شوې.

هغه زیاتوي ” ټول ولسي خلک او پاڅون کوونکي د داعش لخوا نیول شوي دي، معلومات نشته دی، چې څومره یې وژلي او څومره ژوندي دي، خو زمونږ معلومات ښیي، چې په تېرو دوو میاشتو کې داعش ډلې ۳۰۰ ځايي اوسېدونکي نیولي “.

ښاغلی غالب همدا راز زیاتوي، چې په سیمه کې ولسي وګړي له ګڼو ستونزو سره مخ دي او د پانډ او پړانګ تر منځ په یوه سخت حالت کې ژوند تېروي.

د اچین په ولسوالۍ کې ځايي اوسېدونکي هم وايي، چې ګڼ قومي مشران د داعش لخوا نیول شوي او لا هم ورک دي.

د دغه ولسوالۍ یو اوسېدونکی،چې د نوم له ښوودلو ډډه کوي امریکا غږ ته وویل” ډېر قومي خلک داعشیان وړي او تر اوسه یې مړی ژوندی نه دی معلوم. خدای خبر وژلي یې دي او که اوس یې هم له ځانه سره ساتلي دي”.

نوموړی وايي یو شمېر قومي مشران، چې د داعش لخوا نیول شوي وو، د پیسو په بدل کې راخلاص شول خو هغه چې پیسې نه لري د مرګ او ژوند معلومات یې نه کېږي.

د سیمې دغه اوسېدونکي وايي، چې د داعش ډلې د پخوا په پرتله ځینې نورې سیمې هم نیولي او مخ په ولسوالۍ یې حرکت پیل کړی دی.

د دغه ولایت د ولایتي شورا منشي ذبیح الله زمری وايي په اچین کې شوي عملیات بریالي نه وو.

هغه وايي په دغه ولسوالۍ کې د داعش ډلې نوي زندانونه او د قومي مشرانو نادرکه کېدل دا ثابتوي،چې دغه ډلې یا زندانونو ته اچولي او یا یې وژلي دي.

هغه زیاتوي، چې حکومت دې ولس ددغه حالت څخه وژغوري.

حکومتي چارواکو ویلي، چې په اچین کې د افغان هوايي ځواکونو تازه بریدونه بریالي دي او په دې وسیله کولی شي، داعش ډله وځپي.

په ختیځ زون کې د ملي اردو د ۲۰۱ سېلاب قول اردو ویاند ډګروال محمد نعمان هاتفي د دوشنبې په ورځ ویلي وو چې د ملي دفاع وزارت هلیکوپترو د تیرې ورځې راهیسې د اچین په ولسوالۍ کې د داعش مرچلې په نښه کړي او ددې ډلې ۶۸ وسله وال یې وژلي دي.

ډگروال هاتفي دا هم ویلي وو چې په دغو هوايي بریدونو کې د داعش ډلې یو لوي مرکز هم په نښه شوی دی چې یواځې په دغه مرکز کې ۳۸ داعش جنګیالي وژل شوي دي. هغه وايي چې هوایي بریدونه په نرګس،عبد الخېلو، باندر او کندرو سیمو کې شوي دي.

په اچین ولسوالۍ کې چې په افغانستان کې د داعش د ظهور لومړنۍ سیمه ده حکومتي ځواکونو دوه نیمې میاشتې عملیات وکړل، خو بریالي نه شوو، چې دغه ډله یا وځپي او یا یې له دې سیمې تېښتې ته اړ کړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *