د کابل په ځانمرګي بريد کې يو کس وژل شوی او۱۳ نور ټپیان دي
د کابل په ځانمرګي بريد کې يو کس وژل شوی او۱۳ نور ټپیان دي
د کابل ښار نهمې امنيتي حوزې اړونده د کابل هوايي ډګر مخې ته په شوي ځانمرګي بريد کې يو تن وژل شوى او څلور ژوبل دي.
د عبدالقدير په نامه يوه عيني شاهد د مرغومي په اوومه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا چاودنه نن سهار په شاوخوا اتو بجو شوې وه.
هغه زياته کړه : (( تر چاودنې وروسته د خپل کور بام ته وختلم، د هوايي ډګر مخې ته لوګي پورته کېدل، ديوې دقيقې لپاره ډزې هم وشوې، خو بيا ودرېدې.))
دى وايي چې کېداى شي چاودنه د ځانمرګي بريد په پايله کې شوي وي.
د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د کابل هوايي ډګر ترڅنګ د هواشناسۍ ادارې سره نږدې د موټر په وسيله چاودنه شوې ده.
هغه زياته کړه، چې د پوليسو د لومړنيو معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې يو ملکي وګړى وژل شوى او څلور نور ملکي وګړي ژوبل شوي دي.
د کابل امنيه قوماندان عبدالرحمن رحيمي د پېښې په ځاى کې پژواک اژانس ته وويل چې په دې پېښه کې يو تن وژل شوى او ١٣ ژوبل دي.
د مصطفى په نامه يوه بل عيني شاهد وويل چې چاودنه د هوايي ډګر د پوځي ساحې لوري ته شوې ، چېرته چې بهرني سرتېري مېشت دي.
وسلوالو طالبانو ددې ځانمرګي بريد مسووليت په غاړه اخيستى او ويلي چې هدف يې بهرني ځواکونه وو.