سیمه ییز چارواکي، ددې کورنۍ د وژنې پړه پر طالبانو اچوي، خو طالبانو په دې تړاو لا څه نه دي ویلي.

د افغانستان په خت150707155659_afghanistan_new_map_kunar_640x360_f_nocreditیځ ولایت کونړ کې چارواکي وايي، تیره شپه وسله والو د ناړۍ ولسوالۍ په بریکوټ سیمه کې د یوې کورنۍ شپږ غړي وژلي دي.

د کونړ د پولیسو مشر عبدالحبیب سیدخیل وايي، په وژل شوو کې درې ماشومان، دوه ښځې او یو نارینه شامل دي.

یوه بله میرمن سخته ټپي ده، چارواکي وايي، وژل شوې کورنۍ له ګاونډي ولایت نورستان څخه کونړ ته راکډه شوې وه.

سیمه ییز چارواکي، ددې کورنۍ د وژنې پړه پر طالبانو اچوي، خو طالبانو په دې تړاو لا څه نه دي ویلي.

د کونړ د پولیسو ویاند فرید دهقان بي بي سي ته وویل، د پلټنو لپاره پولیس سیمې ته استول شوي دي.

“بېګاه د شپې ۱۲ بجې د ناړۍ ولسوالۍ په بریکوټ ساحه کې چې اسلام کوټ ورته وایي، د بهادرشاه په نوم یو کس د نورستان د کامدېش ولسوالۍ له کوټیا څخه دلته راغلی وو، دده پر کور مسلح خلک ورغلي. دی او ورسره درې ماشومان او دوه ښځې وژلي، یوه ښځه یې زخمي کړې.”

دوه اونۍ وړاندې د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې هم یوه ورته پېښه رامنځته شوې وه.

د ننګرهار چارواکو ویلي وو، چې درېیو مېملنو شپې مهال د یوې کورنۍ نهه غړي وژلي وو. پولیسو یې په تړاو وروسته د کورنۍ یو غړی ونیوه چې په خپل جرم یې اعتراف هم کړی دی.

دا په خپل ډول کې کمساري پېښې دي چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې رامنځته کېږي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *