وسله والو په کندهار كې دوه ښځينه واکسيناتورانې ويشتلي

وسله والو په کندهار كې دوه ښځينه واکسيناتورانې ويشتلي0,,18185163_303,00 ناپېژاندو وسله والو د کندهار ښار په څلورمه امنيتي حوزه کي پر دوو ښځينه واکسيناتورانو بريد کړی، چې په ترڅ كې يې يوه رضاكاره وژل شوې او بله ټپي شوې ده.

پېښه نن سهار څه کم لس بجې د لرګيو په ګنج سيمه کې شوې ده.

د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک پیښه تائیدوي او وايي، په دغو ډزو کې يوه رضا کاره وژل سوې او بله ټپي ده: (( څه كم لس بجې د څلورمې امنيتي حوزې د لرګيو په سيمه كې د پوليو واكسينو دوه رضاكارانې د نامعلومه كسانو تر بريد لاندې راغلې دي، يوه ځاى پر ځاى وژل شوې او بله په ميرويس روغتون كې تر تداوۍ لاندې ده.))

ويل کيږي، چي وسله وال د بريد وروسته د موټر سایکل په وسيله تښتېدلي.

دا په داسي حال کي ده چي په دې سيمه کي څه موده وړاندي د يوناما يوه ښځينه کارکوونکي د وسله والو په بريد کي وژل سوې وه.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *