دا وروستیو ورځو کې حکومتي پوځونه د ښار مرکز پر لور له هغو ک151227225640_iraqi_security_forces_chant_slogans_in_ramadi_640x360_reuters_nocreditوڅو او ودانیو تېر شول، چې په ماینونو پوښل شوي وو.

عراقي حکومتي ځواکونه وايي رمادی ښار کې یې د حکومت یو پخوانی مرکز بېرته نیولی، چې د ‘اسلامی دولت’ نومي ډلې وسله والو پکې له حکومتي ځواکونو سره مقاومت کاوه.

د پوځ ویاند وايي، دغه مرکز اوس په بشپړ ډول د دوی په ولکه کې دی او پکې د ‘اسلامي دولت’ ډلې د وسله والو هېڅ ډول نښې نښانې نه لیدلې کېږي.

د پوځ ویاند په خبره دا په ښار کې د’اسلامي دولت’ ډلې ماتې څرګندوي، خو نوموړی مني، چې ښايي ښار کې لا هم د یادې ډلې پوستې وي.

له تېرو څو اونیو راهیسې حکومتي ځواکونو د رمادي کنترول تر لاسه کولو لپاره جګړه کوله. د رمادي ډېری اوسېدونکي سني عربان دي.

دغه ښار چې له پلازمېنې بغداده لوېدېځ ته ۹۰ کیلومترۍ کې پروت دی مې میاشت کې د ‘اسلامي دولت’ ډلې وسله والو کنترول ته ولوید، چې دا حکومتي ځواکونو لپاره یو سخت ګوزار بلل کېده.

دا وروستیو ورځو کې حکومتي پوځونه د ښار مرکز پر لور له هغو کوڅو او ودانیو تېر شول، چې په ماینونو پوښل شوي وو.

له هغه وروسته، چې له یاد حکومتي مرکزه ډزې ودریدې او د هوا له لارې معلومه شوه، چې په دغه ځای کې بشري فعالیت نه شته، حکومتي ځواکونه یاد مرکز ته ننوتل.

له هغه وروسته، چې له یاد حکومتي مرکزه ډزې ودریدې او د هوا له لارې معلومه شوه، چې په دغه ځای کې بشري فعالیت نه شته، حکومتي ځواکونه یاد مرکز ته ننوتل

ویل کېږي، چې د ‘اسلامي دولت’ نومي ډلې وسله وال د ښار ختیځ لور ته په شا شوي دي. پوځي ویاند صباح النعماني رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې ‘دغه مرکز اوس د حکومتي ځواکونو بشپړ کنترول کې دی او وايي پکې د اسلامي دولت ډلې د وسله والو هېڅ نښه نښانه نه شته’. نوموړی وايي:

” د دغه مرکز نیول دا معانا لري، چې رمادي کې هغوی ماتې خوړلې او دویم پړاو د هغو سیمو کنترول تر لاسه کول دي، چې کېدای شي دوی پکې وي.”

د ځانګړو عملیاتو قومندان یحیی الارضي وايي، ‘د اسلامي دولت تر کنترول لاندې سیمو اوسېدونکو ملکي خلکو په مرکزي روغتون کې پناه اخیستې، ځکه په وینا یې دوی پوهیږي، چې حکومتي ځواکونه روغتون نه په نښه کوي’.

تېره میاشت حکومتي ځواکونو رمادي محاصره کړ، چې له کبله یې پکې د موجودو وسله والو او د دوی د پیاوړي مرکز انبار ایالت او سوریې تر منځ اړیکي پرې شول.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *