روسیه او مصر په پام کی لری، د ۲۶ ملیاردو ډالرو په ارزښت تړون لاسلیک کړی
د ۲۰۱۶ ز- ل کال په لومړی فصل کی روسیه او مصر په پام کی لری، د مصر لومړنی اټمی ستیشن جوړ کړی. په دی هکله خبر د دوشنبی په ورځ “Atomstroyexport” ورکړی دی.
د سرچینی له قوله ویل کیږی:« په پام کی لرو، چی په لومړی فصل کی د ۲۶ ملیاردو ډالرو په ارزښت تړون لاسلیک کړو».
د ۲۰۱۵ز- ل کال د نوامبر د میاشتی په ۱۵ نیټه روسیی او مصر په AL-Daban کی د روسی تخنیک پر بنسټ د لومړنی اټمی ستیشن د جوړولو په تړاو د تخنیکی همکاریو تړون لاسلیک ګړ. د پلان له مخی دغه ستیشن به څلور برخی ولری، چی هره یوه به یی د ۱۲۰۰ مگاواټه بریشنا وړتیا ولری. د روسیی د Rosatom د وړاندیز له مخی په مصر کی په اټمی برخه کی د ډیرو مرستو سربیره د لوړتخیک په برخه کی هم همکاری په پام کی نیول شوی دی.