ډېر ژر به د ټاپي پروژې د امنیتي خوندیتوب چارې پیل شي
د کانونو او پېټرولیم وزیر داود شاه سبا مشرانو جرګې ته په معلوماتو د ورکولو پرمهال وویل، چې په نږدې راتلونکې کې به د ټاپي پروژې د امنیت چارې او د ماین پاکونو پروسه پیل شي.
سبا زیاته کړه، چې په راروانو څو ورځو کې به د دې سترې اقتصادي پروژې مدیریتي کارونه شروع شي او د اپريل په میاشت کې به د ترکمنستان څخه به د ګازو د نل لیکې د غځېدلو هغه لار، چې په افغانستان کې تېرېږي؛ له هر ډول چاودېدونکو توکو نه پاکه کړي.
د کانونو او پېترولیم وزیر وویل، په دې پروژه کې به په زرګونه افغانان په کار وګومارل شي.
ده سناتورانو ته ډاډ ورکړ، چې د ګازو د نل لیکې د تېرېدلو سیمه یې د فضا له لارې سروې کړې او په راتلونکې کال کې به د ځمکې له لارې هم دغه سروې پیل شي.
په دې پروژه کې به له ۱۰ تر ۱۵ پورې کسان په دندو بوخت شي.