د کانونو او پېټرولیم وزیر داود شاه سبا مشرانو جرګې ته په معلوماتو د ورکولو پرمهال وویل، چې په نږدې راتلونکې کې به د ټاپي پروژې د امنیت چارې او د ماین پاکونو پروسه پیل شي.

سبا زیاته کړه، چې په راروانو څو ورځو کې به د دې سترې اقتصادي پروژې مدیریتي کارونه شروع شي او د اپريل په میاشت کې به د ترکمنستان څخه به د ګازو د نلTAPI لیکې د غځېدلو هغه لار، چې په افغانستان کې تېرېږي؛ له هر ډول چاودېدونکو توکو نه پاکه کړي.

د کانونو او پېترولیم وزیر وویل، په دې پروژه کې به په زرګونه افغانان په کار وګومارل شي.

ده سناتورانو ته ډاډ ورکړ، چې د ګازو د نل لیکې د تېرېدلو سیمه یې د فضا له لارې سروې کړې او په راتلونکې کال کې به د ځمکې له لارې هم دغه سروې پیل شي.

په دې پروژه کې به له ۱۰ تر ۱۵ پورې کسان په دندو بوخت شي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *