چين يوه فرانسوۍ خبرياله چې شينکيانګ کې د ايغور مسلمانانو په تړاو يې د چين پر پاليسو ليکنه کړې وه له نوموړې هېواده وباسي.

بيجېنګ پتېيلې چې د فرانسوۍ مجلې خبريالې اوسلا ګويتر د خبريالۍ باورليک يا ګارډ به نه تمديدويABD73F98-20B6-4B92-B482-F97715B8A5AB_w268_r1.

که چېرې د ګويتر مطبوعاتي کارډ تمديد نشي، نوې ويزه نشي اخيستی او بايد د ډسمبر پر ۳۱ له چين څخه ووځي.

چينايي چارواکي وايي د ګويتر ليکنه د “ترهګرۍ او ظالمانه کړنو” سره مرسته کوي.

بريالې اوسلا ګويتر ويلي، چين غواړی په دې هېواد کې د بهرنيو ژونالستانو پر وړاندې خنډ جوړ کړي او راګرځوي يې.

له ۲۰۱۲ کال راهيسې دا لومړی ځل دی، چې چين يو بهرنۍ خبرياله له هېواده باسي.

له دې وړاندې په ۲۰۱۲ کال کې د الجزيرې خبرياله مليسا چن له نوموړي هېواد څخه ايستل شوې وه.

چين وايي په شنکيانګ کې اورپکي چې له بهرنيو ترهګرو سره اړيکي لري د دغې سيمې په نا امنۍ کې ښکېل دي.

د شنکيانګ ډېری اوسېدونکي چې مسلمانان دي وايي د دوی مذهب له امله ورسره ظلم کېږي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *