طالبانو سره د سولې خبرې: راحیل شریف کابل ته تللی
د پاکستان پوځ هم ویلي چې کابل ته د ښاغلي شریف د سفر موخه د افغانستان له سیاسي او پوځي چارواکو سره لیده کاته دي.
د پاکستان د ځمکنیو ځواکونو ستر درستیز جنرال راحیل شریف له افغان چارواکو سره د خبرو لپاره کابل ته تللی دی.
ښاغلی شریف د پاکستان له پیاوړو پوځي شخصیتونو ګڼل کېږي.
پاکستاني رسنیو لیکلي دي چې افغانستان ته د ښاغلي شریف د سفر موخه داده چې د افغانستان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو بیا پیلولو هڅې وکړي.
د طالبانو او د افغانستان حکومت د استازو ترمنځ د سولې د خبرو لومړی پړاو د روان کال د چنګاښ (سرطان) په ۱۷ مه د پاکستان پلازمېنې ته نږدې د مري په ښار کې ترسره شوې. د امریکا او چین استازو هم په دې خبرو کې ګډون درلود.
د پاکستان پوځ هم ویلي چې کابل ته د ښاغلي شریف د سفر موخه د افغانستان له سیاسي او پوځي چارواکو سره لیده کاته دي.
ویل کېږي چې ټاکل شوې وه ښاغلی شریف په اسلام اباد کې د آسیا زړه هېوادونو کنفرانس (۱۸ لیندۍ) وړاندې کابل ته راشي، خو د کابل او اسلام اباد ترمنځ کړکېچ سبب شو دا لیدنه وځنډېږي.
افغانستان کې د ملي وحدت حکومت رامنځته کېدو او د کابل اسلام اباد ترمنځ د اړیکو له ښه والي سره، افغانستان تمه لرله چې دا به د سولې د خبرو مېز ته د طالبانو راکشولو کې مرسته وکړي، خو دغو پراخېدونکو اړېکو دومره دوام ونه کړ.
د افغانستان دولت د مخالفینو بریدونه ډېر شول، ولسمشر محمد اشرف غني په ځانګړې توګه کابل کې د زمري (اسد) په ۱۶ مې د شپې مهال خونړۍ چاودنې مسوولیت پر پاکستان ورواچوله.
ښاغلي غني د ولسمشر په توګه د خپل کار په پيل کې وویل، لا هم “د ترهګرو ځالو او د بمونو تولید فابریکو” پاکستان کې دي او له دې هېواد څخه افغانستان ته د جګړې پیغام استول کېږي.
ښاغلي غني وویل: “زه د پاکستان له دولت او ملت څخه پوښتنه کوم، که یوې ډلې دا ټولوژنه چې شاه شهید کې وشوه اسلام اباد کې کړی وای او دې ډلې د افغانستان خاوره کې ځالې او په لویو ښارونو کې دفترونه او د روزنې مرکزونه لرلی، نو ستاسو غبرګون به څه وو؟ آیا موږ خپل دوستان ګڼئ که دښمنان؟