د عراق رمادي شار د نيولو لپاره د دولتي سرتيرو عمليات دوام لري422572_img650x420_img650x420_crop

د عراق دولتي سرتيري له سه شنبي ورخي د رمادي شار ته ننوتلي ددوي او داعش جنگياليو ترمنخ سختي نشتي رواني دي

د رارسیدلو ریپوټونو له مخې، دولتي سرتیرو او ولسي ځواک د رمادي ښار ډيری سیمې نیولې او ددې ښار په سویلي سیمو کې چې ډيری پکې دولتي ادارې شتون لري د دواړو خواوو ترمنځ سختې نښتې روانې دي. د عراق د ځانګړو ځواکونو قومندان سامي عریضي ویلي: رمادي به تر راتلونکو څو ورځو په بشپړه توګه د داعش له وسله والو پاک کړل شي.

ده ویلي په ډې ښار کې د ماینونو ځای پر ځای کولو او نښه ویشتونکو ددوی عملیات له پڅوالي سره مخ کړي دي.

عراقي ځواکونو تیره ورځ د نښتې له سیمې یو سل شل کورنۍ امنو سیمو ته لیږدولې دي. په دې جګړه کې له عراقي ځواکونو سره ولسي وسله وال او د امریکا په مشرۍ ایتلاف هم ملتیا کوي.

رمادي ښار چې د الانبار ولایت مرکز دی له اتو میاشتو راهیسې د داعش وسله والو په واک کې دی. د عراق لومړي وزیر حیدر عبادي ویلي، له رمادي وروسته به د موصل چې د عراق دوهم لوی ښآر دی د نیولو عملیات په لاره واچول شي ده ویلي دا ښار به هم د عراقیانو په یوالي سره د داعش له وسله والو پاک کړل شي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *