د کابل له پاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف هغه خبرې، چې طالبانو ته ورته موخې لري، د ولسي جرګې د ځېنو غړو له سخت غبرګون سره مخ شو2D9A9598ې.

کابلوف تېره پنجنشبه له یوې بهرنۍ رسنۍ سره په خبرو کې ویلي وو، چې د اسلامي دولت یا داعش ډلې پر خلاف په مبارزه کې مسکو او طالبان ورته ګټې لري.

کابلوف د د نورو جزیاتو له ورکولو پرته ویلي وو، چې مسکو له طالبانو سره د مالوماتو د تبادلې له پاره ارتباطي شبکې جوړې کړي دي.

د ولسي جرګې زیات شمېر وکیلانو په نننۍ عمومي غونډه کې د کابلوف دا ډول څرګندونې د افغانستان په کورنیو چارو کې په ښکاره توګه لاسوهنه وبلله.

دوی پر بهرنیو چارو وزارت نیوکې وکړې، چې ولې د نورو هېوادونو د دا ډول څرګندونو په مقابل کې غلي پاتې شوي دي. دوی همداراز زیاته کړه، چې افغانستان د سترو قدرتونو د جنګ مرکز ګرځېدلی دی او نور د دې توان نه لري، چې دا ډول خبرې وزغمي. دوی پر افغان حکومت غږ وکړ، چې په دې اړه جدي شي او د بهرنیانو لاسونه لنډ کړي.

د ولسي جرګې غړې شینکۍ کړوخېل د داسې څرګندونو سرچینه د دې جرګې د ځېنو وکیلانو د بې بندوبارو خبرو پایله ګڼي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *