د برښنايي پيژندپاڼو د اداري کارکونکو له دندي د گوښه کيدو او ددې پيژندپانو په ويشلو کي د ځند په غبرگون لاس په لاريون پوري کړی ووشناسنامه-های-الکترونیکی

دوي د ملي يوالي حکومت له مشرانو وغوښتل ترڅو د برښنايي پيژندپانو د ويشلو په برخه کي خپلي ژمني پلي کري

لاریون کونکو د بریښنایي پیژند پاڼو نه ویشل له اساسي قانون څخه د ملي یوالي حکومت سرغړونه ښودلې ویلي یې دي، ددې ادارې د کارکونکو ګوښه کول به دوی او د هیواد راتلونکې ته یو لوی ګذار وي. ددوی په وینا د زرو په شاوخواکې د لوړو دزکړو د کارکونکو ګوښه کول به په دې شرایطو کې دوی دې ته اړ کړې چې د اقتصادي ستونزو له کبله په کډوالی لاس پورې کړي.

لاریون کونکو د یوه پریکړه لیک په صادرولو سره له دولت څخه وغوښتل ترڅو د بریښنایي پیژند پاڼو د ویشلو په لاره کې سیاسي ستونزې له منځه یوسي او ویشل یې پیل کړي. د بریښنایي پیژند پاڼو د ویش په هکله ستونزې له یوه کال راهیسې پیل شوې. اصلي ستونزه په دې پیژند پاڼو کې د افغان پر کلمې ده چې ددې تذکرو د ویشلو د څنډ لامل شوې ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *