د سوداګرۍ وزارت مرستيال وايي، د سوداګرۍ په نړيوال سازمان كې د افغانستان په غړيتوب سره به د ترانزيت په برخه كې د هېواد ټولې ستونزې حل شي.

د سوداګرۍ وزارت مرستيال مزمل شينواري چې نن يې په كابل كې خبري ناستې ته خبرې كولې ټينګار وكړ، كه چېرې پاكستان بيا افغان ټرانزيټ ته ستونزې جوړوياتاتل نو دوى كولاى شي، د حكميت پروسې ته لاړ شي او د هغه له لارې افغانستان كولاى شي په ځانګړي ډول له پاكستان سره دغه ډول ستونزې د تل لپاره حل كړي.

د افغانستان ډېرى ترانزيت د پاكستان له لارې ترسره كېږي، خو تل په دغه لارې ستونزې هم وجود لري او په بېلا بېلو نومونو د پاكستان له لوري افغان سوداګرو ته ستونزې جوړېږي.

افغان سوداګر هم هيله من دي چې د سوداګرۍ سازمان كې د افغانستان له غړيتوب سره به له دغه هېواد سره د افغانستان د ټرانزيت ستونزې هوارې شي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *