د«داعش» د ډلی جګړه مارانو د ۲۰۱۴ز- ل کال د جون د میاشتی را په دیخوا چی د عراق د موصل ښار یی نیولی دی، په دی ښار کی یی ۸۳۷ ښځی وژلی دی. په دی هکله خبر د 445085Lenta.ru رسنی خپور کړی دی.

د عراق د نی نوا د ولایت د پولیسو قوماندان جنرال زانون الصباوی په دی هکله وویل؛ چی د دغو ښځو ډیر شمیر د «داعش» د تروریستی ډلی د جګړه مارانو د شریعی محکمی په حکم وژل شوی دی.

سر بیره پر دی د هغه په وینا؛ تروریستانو په بیلابیلو پلمو هغه ښځی، چی ولایتی شوراګانو ته نوماندی وی، په دولتی ادارو کی یی د ډاکټری، د وکیلی او یا هم د سینګار په خونو کی کار کړ، د مرګ په سزا محکومی او وژلی دی.

په دی هکله معلومات په موصل کی د شرعی محکمی د عدلی مرکز لخوا کوم ځای ته چی د وژل شوو ښځو جسدونه وروړل کیدل، څرګند شوی دی.

د دیسامبر د میاشتی په ۲۵ مه نیټه د عراق لومړی وزیر حیدر عبادی وویل، وروسته له هغی چی د رمادی ښار د تروریستانو څخه آزاد کړی نو د موصل ښار به هم د تروریستانو څخه آزاد کړل شی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *