رېچرډ اولسن وايي امريکا هر وخت له پاکستانه د حقاني شبکې او طالبانو پر ضد د ګام پورته کولو غوښتنه کړې

د پاکستان او افغانستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي رېچرډ اولسن ويلي، پاکستاني طالبانو ته د ماتې ورکولو لپاره پاکستان ته د افغان طالبانو پر خلاف جګړه ک141007142945_richard_olson_640x360_bbc_nocreditول په کار دي.

د امريکا د مشرانو جرګې د بهرنيو چارو کمېټې ته په خپله وينا کې رېچرډ اولسن ويلي چې پاکستان هم اوس دا منلې چې په دغه هېواد کې د طالبانو غورځنګ ته د ماتې ورکولو لپاره پاکستان د افغان طالبانو پر خلاف مبارزې ته اړتيالري.

د پاکستان او افغانستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي رېچرډ اولسن چې له خپلې نوې دندې وړاندې په پاکستان کې د امريکا سفير و، وېلي چې اوس ورته يوه موقع په لاس ورغلې چې څومره کولی شي هڅه وکړي.

نوموړي زياته کړه “پاکستان اوس د پاکستاني طالبانو او افغان طالبانو ترمنځ په اړيکو ښه خبر دی. هغه د مشرانو کمېټې ته ووېل چې، پاکستان ته د ښه او بد طالب ترمنځ د توپېر ختمولو په اړه هم جدې کېدل په کار دي.”

د امريکا ځانګړي استازي ووېل چې د ترهګرۍ په اړه مسلې همېشه د واشنګټن او اسلام اباد د خبرو مرکز وي.

هغه ووېل، امريکا هر وخت له پاکستانه د حقاني شبکې او طالبانو پر ضد د ګام پورته کولو غوښتنه کړې.

ه ويلي “پاکستان په شمالې وزيرستان کې د وسله والو پټن ځايونه تر ډېره له منځه وړي او دا هغه څه دي چې امريکا يې همېشه غوښتنه کړې.”

نوموړي زياته کړه چې پاکستان د بهرنيو ترهګرو پر ځاې اکثره د تحريک طالبان پاکستان د وسله والو ختمولو ته توجه ورکړې.

د ېوې پوښتنې په ځواب کې رېچرډ اولسن ووېل، چې د “اسلامې دولت” وسله وال د افغانستان په ځنيو ولايتونو کې شتون لري خو د دغه وسله والې ډلې ځاي قوماندانانو ته په عراق او سوريه کې داسلامې دولت د قوماندانانو له خوا لارښونه، نه کېږې.

هغه ووېل چې دغه وسله والو کې زېاتره هغه دي چې د طالبانو له ډلو جلا شوي.

د امرېکا ځانګړې استازي وويل دا په دې معنی نه ده چې دا نوی بدلون يو خطر نه دی، خو د نوموړی په وينا د منځني ختيځ نه په افغانستان کې د اسلامې دولت وسله والو ته د فنډ د لېږدولو په اړه څه ويل ګران کار دې.

رېچرډاولسن ووېل چې روان کال په افغانستان کې په جګړه کې زېاتوالی راغلی خو د دغې جګړې علت د بېلا بېلو قوماندانانو تر منځ د واک تر لاسه کولو لپاره يوه مقابله ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *