نرېندرا مودي له افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د افغانستان ملي شورا د دواړو جرګو له مشرانو سره یو ځای د ملي شورا نوې ودانۍ رسمي پرانیسته وکړه

ښاغلي مودي به د افغانستان پارلمان د نوې ودانۍ پرانیستې کې برخه واخلي، چې د هند په مالي او تخنیکي مرسته جوړه شوې ده150427092729_afghan_new_parliament__640x360_bbc

لومړي وزیر نرېندرا مودي له افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د افغانستان ملي شورا د دواړو جرګو له مشرانو سره یو ځای د ملي شورا نوې ودانۍ رسمي پرانیسته وکړه.

د افغانستان ملي شورا لپاره دغه ودانۍ د هند په ۲۲۰ میلیونه ډالره مالي مرسته رغول شوې ده.

په ودانۍ کې د دواړو جرګو لپاره پنځه ودانۍ جوړې شوې، چې تالارونه او دفترونه پکې شامل دي.

دغه ودانۍ کې د افغانستان ولسي جرګې لپاره اوسمهال ۲۴۹ څوکۍ ایښي، خو ویل کېږي، چې پکې د ۳۶۰ څوکیو ايښودو ځای په پام کې نیول شوی دی.

دغه راز د مشرانوجرګې لپاره اوسمهال ۱۰۲ څوکۍ ایښې، خو وروسته کېدای شي په دغه تالار کې ۱۲۰ څوکۍ ځای پر ځای شي.

د یادې ودانۍ رغونې چارې نژدې لس کاله مخکې ۲۰۰۵ کال کې پیل شوې. په لومړي سر کې د دغې ودانۍ لپاره نژدې ۲۵ میلیونه ډالر لګښت په پام کې نیول شوی و، چې وروسته د دغه لګښت کچه ۲۲۰ میلیونو ډالرو ته ورسېده.

یاده ودانۍ کې د راتلونکو ۱۰۰ کلونو لپاره اړتیاوې په پام کې نیول شوې دي.

د هندوستان لومړی وزیر نرېندرا مودي نن ‘جمعه ۲۵ دسمبر’ ګهیځ وختي کابل ته ورسید. د ملي شورا نوې ودانۍ د ۱۰۰ راتلونکو کلونو اړتیا ته په پام سره رغول شوې

د افغانستان ملي امنیت سلاکار ښاغلي حنیف اتمر په هوايي ډګر کې د ښاغلي مودي هرکلي ته ورغلی و.

په پام کې ده لومړی وزیر مودي به نن له افغان ولسمشر محمد اشرف غني، اجرایي مشر عبدالله عبدالله او پخواني ولسمشر حامدکرزي سره ځانګړې لیدنې وکړي.

مودي به هغه درې جنګي چورلکې، چې افغانستان ته د هند له لوري ورکړل شوې دي، رسماً افغان حکومت ته وسپاري.

کابل ته د لومړي وزیر مودي له سفره یوه ورځ مخکې افغان چارواکو وویل، چې درې جنګي چورلکې چې د هند له لوري افغانستان ته ورکړلې شوې دي، د کابل هوايي ډګر ته ورسېدې.

د افغانستان ملي امنیت شورا ویاند تواب غورځنګ بي بي سي ته وویل، چې ډېر ژر به یوه بله دغه ډول چورلکه هم افغانستان ته ورسیږي.

تېره یوه لسیزه کې هند له افغانستان سره له دوه میلیارده ډالره ډېره مرسته کړې، چې دې سره له جرمني وروسته له افغانستان سره د مرستندویه هېوادونو په کتار کې پنځم ځای لري.

افغانستان د مخکني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ پرمهال، په ۲۰۱۲ کال کې له هند سره ستراتيژيک تړون لاسليک کړ او په تېرو ۱۴ کلونو کې د دواړو هېوادونو اړېکې ډېرې دوستانه پاتې شوې دي.

هندوستان په څه باندې يوه لسيزه کې د افغانستان په بيارغونه کې نژدې دوه میليارده ډالره لګولې دي. د ملي شورا د نوې ودانۍ او سلما بند په څېر نورې مهمې پروژې يې هم تر کار لاندې دي.

د سلما بند جوړولو چارې، چې افغانستان کې د جګړو له کبله په ټپه ولاړې وې، ۲۰۰۵ کال کې یو ځل بیا پیل شوې.

تېره یوه لسیزه کې هند له افغانستان سره له دوه میلیارده ډالره ډېره مرسته کړې، چې دې سره له جرمني وروسته له افغانستان سره د مرستندویه هېوادونو په کتار کې پنځم ځای لري. هند له افغانستان سره دغه مرستې په سیاسي، اقتصادي، روزنیزو او ټولنیزو برخو کې کړې.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *