وسله وال طالبان وايي، چې د داعش پر ضد د دوى او روسانو ترمنځ خبرې حقيقت نه لري.

د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړي استازي ضمير کابلوف دوه ورځې وړاندې رسنيو ته له زياتو جزئياتو ورکولو پرته ويليUntitled-1 و، چې دوى د داعش وسله والې ډلې پر ضد د ګـډې جګړې او مبارزې لپاره له افغان طالبانو سره اړيکې نيولې دي.

خو د دې ډلې يوه وياند ذبيح الله مجاهد، پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويلي، د داعش په ضد دوى د هېچا همکارۍ ته اړتيا نه لري او نه يې هم له چا سره په دې اړيه اړيکه نيولې او نه يې خبرې کړې دي.

خو دى وايي، دوى د امريکا پر ضد جګړې لپاره د سيمې له ګڼو هېوادونو سره تماسونه نيولي او نيسي يې، چې دا يې خپل حق دى.

مجاهد زياتوي: “په افغانستان کې د داعش له نامه څخه ځیني کسان ناوړه استفاده کوي او کورني او بهرني استخبارات یې د خپلو شومو اهدافو لپاره تایید او مرسته کوي.”

د هغه په وينا، طالبانو تر ډېره حده د داعش ګواښ له منځه وړى او اوسمهال يواځې د يوه ولايت په يوه څنډه کې پاتې دي، چې دا د تشويش وړ نه دى.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *