دهلمند د سنگين ولسوالۍ په سر د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ سخته جگړه روانه ده.

د کورنې418983و چارو وزارت له پرونه په دې ټينگار کوي چې ددې ولسوالۍ ودانۍ کله هم د طالبانو لاسو ته نه ده ورغلې،خو پرون طالبانو ددې د نيولو ادعا کړې وه، ځينې ځايي سرچينې هم وايي چې طالبانو لنډ وخت لپاره د ولسوالۍ ودانۍ نيولې وه. د سنگين د جگړې د زياتېدو يو علت دا ښودل کېږي چې د کال په پيل کې حکومتي عملياتو کې د عامو خلکو شتمنيو ته ډير زيان اوختي دي، باغونه او کورونه يې نړول شوي دي، خو د کورنېو چارو د وزارت وياند، صديق صديقي، داخبره نۀ مني.

دى ادعا لري چې هر ډول عملياتو کې ملکي وگړو او د هغوي شتمنېو ته ډير پام کيږي. ښاغلي صديقي دا خبرې زمونږ همکار عنايت الحق ياسيني سره د سنگين د جگړې په اړه يوې ځانگړې مرکې کې کړې دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *