د عراق د شيعه مسلمانانو رو حاني مشر آیت الله علی سیستانی غوښتنه کړي چې د قطر اتباع چې د هېواد په سهيل کې ير غمل نيول شوي دي ، خوشي شي. دامطلب په هغه خبر کې ويل شوی ، چې نن د عراقي شيعه مشر په يو بيان کې خپور شوی ديIMG15032445.

« علي سيستاني غوښتنه کړي، چې ټول يرغمل شوي کسان ، پرته له دې چې هغوي څوک دي، بايد خوشي شي» — دامطلب احمد الصافی د السيستاني دبیان له قوله ورکړی دي.« دغه اقدامات د اخلاق او انسانيت له اصولو څخه مخالف دي او دهيواد تصوير ته زيان ور اړوي، البته موږ داشان فجایع محکوموو».- دامطلب الصافي څرګند کړ. د قطر د معلوماتو له مخې تيره اونۍ د عراق په سهيل المثنى ولايت کې ۲۶ د قطر اتباع د نامعلومو کسانو له لورې وتښتول شول. دغه يرغمل شوي کسان په ښکار پسی وتلي وو، دغه پيښه د السماوة ښار څخه نه چندان ليري ، چې دبغداد په سهيل لويديځ ۲۸۰ کيلومتري کې پروت دي ، رامنځته شوي ده. تر اوسه پورې ددغې پيښي مسئوليت هيچا په غاړه نه دی اخستي. رسنۍ داسي اټکل کوي چې دتښتونې په دغه پيښه کې ښائي ددولت پلوي د شيعه پوځي مليشو «ال اشد ال الشعب» لاس وې.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *