د دغې فتوا له مخي «داعش» ته اجازه ورکول کيږي چې د اسيرانو د بدن دغړو څخه استفاده وکړي

نن د «اسلامي دولت» د ترهګرۍ ډلې چې په عربي ژبه ورته «داعش» وايي دفتوا متن خپور کړ ، چې په دغه فتوا کې ويل شوي چې د «مسلمانانو د نجات » او حتي444041 د «کافر سړي» د مړيني له کبله «داعش» د اسيرو کسانو د بدن د غړو څخه استفاده کولای سي.

۶۸ فتوا د ۲۰۱۵ کال د جنوري پر ۳۱ نيټه صادره شوی ده.

د اطلاعاتو له مخې خبره په موند ل شوي سند کې ده چې دامريکا متحد ايالاتو د ځانګړو جزوتامونو له خوا د سوريي په ختيځ کې کله چې ابو سياف(چې اصلي نوم ئي فتحي بن عون بن جيلي مراد التونسي) چې د داعش د مالي چارو مسئول ، ووژل شو. او ښځه يي ونيول شوه. چې په ترځ کې ئي کاغذي سندونه او الکترونيکې ذخيره شوي مواد کشف او ضبط شول. د يادونې وړ ده چې تيره اونۍ د روسيي د بهرنيو چارو وزير خبر ورکړ چې د «اسلامي دولت» ترهګره ډله په ناقانونه توګه د انسان د بدن دغړو سوداګرۍ کوي. د روسيي دبهرنيو چارو وزارت دنوو ګواښونو دديپارتمنت مدير ايليا رګاچف د تاس اژانس سره په مرکه کې وويل چې د «اسلامي دولت» د «بهرني سوداګرۍ » د معاملاتو حجم په يو کال کې دوه مليارد ډالرو ته رسيږي. له دغه مقدار څخه ۹۵۰ مليون دالره د تيلو له قاچاق، ۲۰۰ مليون ډالره له غنمو او جودرو ، ۱۰۰ مليون ډالره د سمنټ له خرڅلاو ، ۲۰ مليون ډالره د پنبه داني، او همدومره نور بيا د فاسفيت(عنصر) د ګوګړو تيزاب او فاسفورس تيزاب او دانسانانو د بدن دغړيو څخه لاسته راوړي. د «۶۸ فتوا» ترڅنګ د ابو سياف څخه دسندونو په لړ کې «۶۴ فتوا» هم موندل شوی ده. دغه فتوا د ۲۰۱۵ کال د جنوري پر ۲۹ نيټه صادره شوي ده. پر مريانو باندې جنسي تيري ته اجازه ورکړل شوی ده. په دغه فتوا کې په څرګنده توګه ويل شوي دي د «اسلامي دولت» غړي کله د خپل مرئي سره جنسي اړېکې ټينګولای سي او کوم وخت بايد دغه اړېکې ټينګي نه شي

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *