ځوانان، بشري قوا، اوبه، کانونه او د کرهني برخه د افغانستان له لويي پانگي څخه شميرل کيږي چي پانگوني او ډيرې پاملرني ته اړتيا لري

ولسمشر د ترکيي په ناسته کي له دي سره ترکيي پانگوال هڅولي ترڅو په افغانستان کي خپل اقتصادي خوځښت پيل کړياشرف‌غنی احمدزی ۰۱۵

د افغانستان اسلامي جمهوریت ولسمشر محمد اشرف غني د ترکیې په استانبول کې د د دواړو هیوادونو په اقتصادي ناسته کې خبرې کړي دي. دوی ویلي د افغانستان جغرافیایي شتون ته په کتو سره ځوانان اوبه کارنونه او کرهنې لویه پانګه ده چې په دې برخو کې پانګونې ته اړتیا لري

ولسمشر وویل: افغانستان یو کرهنیز هیواد دی خو په تیرو کلونو کې دې برخې ته ډيره پاملرنه نده شوې او مونږ ددې برخې د پیاوړتیا هڅه کوو

د ښاغلي غني په وینا د افغانستان د کانونو له دریو یوه برخه اټکل شوې او په دې برخه کې مونږ پانګونې او را سپړلو ته اړتیا لرو.

ولسمشر د خپلو خبرو په بله برخه کې ویلي: چې د افغانستان له شپیته سلنې ډير وګړي ځوانان دي چې کولای شي د خپل هیواد او نورو اړینو هیوادونو لپاره ګتور ګامونه پورته کړي.

دوی زیاته کړې د افغانستان صادرات ګټه لري ځکه چې یو شمیر ګاونډي هیوادونه پر افغاني توکیو ټکس نه دی لګولی او اروپایي هیوادونو ډير لږ مالیات لګولي دي. له دې سره ښاغلي غني ترکي سوداګر په افغانستان کې پانګونې ته هڅولي دي. دوی ویلي: د پانګوالو د اندیښنې د له منځه وړلو په موخه د آسیا پرمختیایي بانک نړیوال بانک او یو شمیر نورو اړوندو بنسټونو سره په خبرو بوخت دي ترڅو په دې سره پانګوال ډاډ من شي او په افغانستان کې پانګونه وکړي.

په دې ناسته کې د ترکیې اقتصاد وزیر او د بهرنیو اقتصادي اړیکو د ادراې ریس هم ویلي: افغانستان لویې اقتصادي سرچینې لري او ترکیه غواړي ترڅو افغانستان په دې برخو کې پرمختګ وکړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *