د سیمې اوسېدونکي وايي کرۍ شپه په سیمه کې درنه جګړه روانه وه

د افغانستان کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي، چې د سنګین ولسوالۍ او امنیې قومندانۍ ودانۍ د حکومت کنترول کې دي او وايي افغان ځانګړو ځHT_storm_damageواکونو تېره شپه په سنګین ولسوالۍ کې له دریو اړخونو پراخ ځمکني او هوايي عملیات پیل کړي دي.

نوموړی وايي، د دغو عملیاتو پایله کې هغو ځواکونو ته چې د ولسوالۍ په ودانۍ کې وو، د اکمالاتو، مهماتو او اضافي ځواکونو مرسته هم رسېدلې ده.

صدیقي وايي، د غو عملیاتو پایله کې د طالبانو یو مهم قوموندان ملا ناصر او پنځوس نور طالبان وژل شوي دي.

خو ښاغلی صدیقي مني، چې سیمه کې لا هم جګړه روانه ده.

کندهار کې زموږ همکار مامون درانی د هلمند ځايي چارواکو له قوله وایی، چې تېر مازدیګر وسله والو طالبانو له دریو لوریو د ولسوالۍ پر مرکز او امنیه قومندانۍ بریدونه وکړل، چې پایله کې یې د ولسوالۍ مرکز او امنیې قومندانۍ دواړه ودانۍ ونیولې، خو نوموړی د یوې ځايي امنیتي سرچینې له قوله، چې نه غواړي نوم یې یاد شي، وايي چې ماښام ناوخته حکومتي ځواکونو په ځوابي برید کې وسله وال طالبان بېرته له یادو ودانیو په شا کړي دي.

سرچینه دا هم وايي، چې شپې مهال بهرنیو ځواکونو په سیمه کې یو شمېر هوايي بریدونه هم کړي دي.

د سیمې اوسېدونکي وايي کرۍ شپه په سیمه کې درنه جګړه روانه وه.

له دې مخکې د افغانستان مشرانو جرګه کې د هلمند يوه استازي او د پوليسو يوه افسر بي بي سي ته ويلي و، چې د “پوليسو مرکز، د ولسوالۍ ودانۍ اوس د طالبانو لاس ته لوېدلې ده”.

د دوی په وینا څو سوه پوځيانو اوس يوه نژدې پوځي مرکز کې پناه اخيستې ده.

د سنګين ولسوال بي بي سي ته ويلي و چې له يو شمېر ټپيانو سره د هوا له لارې ايستل شوي دی.

د هلمند سنګين ولسوالۍ کې له څو ورځو راهيسې سخته جګړه روانه وه.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *