بلخ پر لويه لاره کې د سمنګانو ولايت په حضرت سلطان ولسوالۍ کې د دوو موټر د ټکر له امله ١٧ تنه مړه شوي او ١٥ نور ټپيان دي.

د حضرت سلطان ولسوال سراج الدين فطرت وويل چې نن ماښام څه باندې پنځه بجې ٤٠٤ډوله مسافر وړونکي موټر چې له بلخ څخه د کابل په لور وان و، له يوه بل باروړونکي موټر سره د دې ولسوالۍ په مرکز کې ټکر کړى دى.

ده زياته کړه، د دې پېښې له امله مسافر وړونکى موټر له خپل مسيره اوښتى او له پله څخه ١٥ متره لاندې سيند ته لوېدلى دى.

د سمنګانو د عامې روغتيا رييس ډاکټر عبدالحميد، وويل چې د دې ترافيکي پېښې له امله ولايتي روغتون ته ١٧ جسدونه ور وړل شوي، چې ١٢ نارينه، درې ښځې او دوه ماشومان په کې شامل دي.

د هغه په وينا، دغه راز ١٥ ټپيان هم روغتون ته انتقال شوي، چې د څلورو تنو روغتيايي حالت نازک وو او د بلخ ولايتي روغتون ته لېږدول شوي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *