د استانبول ښار هوايي ډګر چاودنه کې يوه مېرمن وژل شوي دی.

د چهارشنبې پر ورځ (۲۳ ډسمبر) د ترکيې رسنيو خبر ورکړ چې د استانبول ښار په صبيحه ګوکجن هوايي ډګر کې يو چاودنه شوې چې په ترڅ کې يې يوه مېرمن وژل شوې او بل کس ټپي دی151223124128_plane_turkey_640x360_evn_nocredit.

چاودنه کې وژل شوې، مېرمنه ده چې د شپې له خوا يې د پاکوونکې په توګه د يوه هوايي شرکت لپاره کار کاوه.

راپورونه ښيي په دغه چاودنه کې درې الوتکو ته هم زيان رسېدلی دی.

د ځيو راپورونو له مخې الوتکې یو له بله د درې سوه مېترو په واټن ولاړې وې. ويل کېږي د چاودنې په ځای کې مسافر نه وو.

د ترکيې پوليسو په دې اړه څه نه دي ويلي، خو د هوايي ډګر کارکوونکي وايي د پېښې په اړه يې پلټنه پيل کړې ده.

په تېرو يولسو مياشتو کې شاوخوا ۲۶ ميليونه مسافرو د صحبيحه ګوکجن هوايي ډکر له لارې سفر کړی دی.

د تېرو څو مياشتو په موده کې په ترکيه کې يو لړ چاودنې او بريدونه شوي، حکومت يې پړه پر “داعش” نومې ډله او د کوردانو پر کارګر ګوند پي کې کې اچوي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *