نقشه عربستان

عراق چارواکي وايي چي تر راتلونکو څو و رځو به د رمادي ښار د داعش له وسله والو پاک کړل شي

دا ځواکونه د سه شنبه په ورځ رمادي ته ننوتل، ددوی او داعش ترمنځ سخته جگړه روانه ده د عراق پوځ ويلي تر اوسه په دي نښته کي په سلگونه داعشيان وژل شوي دي

د عراق پوځ د رمادي شار د مرکز په لور چي د داعش په لاس کي دي پرمختگ کړی دی. خو دا پرمختگ دير پڅ دی ويل شوي چي د دي پڅوالي لامل د داعش نښه ويشتونکيو، پر سرکونو ماينونو شتون او ځيني نور خنډونه دي. ويل کيږي چي په دي ښار کي د داعش دري سوه وسله وال شتون لري او عراقي چارواکيو هيله مندي خرگنده کري چي دا شار تر راتلونکو خو ورخو ونيسي رمادي شار د روان کال د مي په مياشت د داعش وسله والو لاس ته ورغي

اوس عراقي چارواکیو ویلي چې تر راتلونکې دوه یا دریو ورځو به دا ښار په پشپړه توګه د داعش له وسله والو پاک کړل شي په رمادي ښار کې

نقشه عربستان
نقشه عربستان

د پارلمان یوه غړي هم رسنیو ته ویلي: د رمادي ښار د نیولو لپاره عملیات په سمه توګه پر مخ روان دي. د عراق استختباراتو ویلي چې په دې ښا ر کې له دوه سوه پنځوسو تر درې سوه جنګیالي شتون لري او اوس مهال جګړه د رمادي په سویل لوري چې ډيری دولتي ودانۍ پکې شتون لري متمرکزه ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *